منځنۍ اسیا ته د ترانزیټ په اړه پاکستان ته د افغانستان خبرداری

 

 

 

 

د آزادی راډیو

د ارګ ماڼۍ وايي، دا چې پاکستان د ټرانزیټ په برخه کې افغانستان ته ستونزې جوړوي دوی هم په متقابل غبرګون کې دغه اقدام کوي.

 

که څه هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ په اړیکو کې ترینګلتیا کومه نوې خبره نه ده خو دا لومړي ځل دی چې افغان حکومت د ټرانزیت په برخه کې د پاکستان د نه همکارۍ په متقابل غبرګون کې منځنۍ اسیا ته د پاکستاني توکو د انتقال د مخنیوي خبره کوي.

 

د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي نن ازادي راډیو ته وویل دا چې پاکستان افغان سوداګرو ته اجازه ورنه کړه چې د واګې بندر لارې خپل توکي انتقال کړي دوی هم دغه اقدام کوي.

 

هغه زیاته کړه:

 

“له هغې وروسته چې پاکستان د نورو ټرانزیټي ستونزو سره سره د واګې له بندر څخه افغان سوداګرو ته د توکو دانتقال اجازه ورنه کړه، نو د افغانستان حکومت هم متقابل غبرګون کې د پاکستان سوداګریزو لاریو ته چې د افغانستان له خاورې منځنۍ اسیا ته ځي د تګ اجازه نه ورکوي.”

 

د پنجشنبې په ورځ ولسمشر غني د افغانستان او پاکستان لپاره د بریتانیې له ځانګړي استازي اوین جینکینس سره په خبرو کې وویل چې پاکستان د سیمې د ثبات او اقتصادي ودې په برخه کې له افغان حکومت سره هیڅ ډول همکاري نه ده کړې.

 

ښاغلي غني همدا راز ویلي چې د ټرانزیټ په برخه کې د پاکستان د نه همکارۍ له کبله افغان سوداګرو ته میلیونونه ډالره زیان اوښتی دی نو ځکه افغان حکومت هم په متقابل غبرګون فکر کوي.

 

د کابل پوهنتون استاد او سیاسي کارپوه نصرالله ستانکزی وايي که څه هم پاکستان د نړیوالو ترسخت فشار لاندې دی خو منځنۍ اسیا ته به یې د توکو د انتقال مخنیوی ددې لامل شي چې تر ډېره د افغانستان په چارو کې له مداخلې لاس واخلي.

 

هغه زیاته کړه:

 

“پاکستان غواړي مرکزي اسیا د یوه اقتصادي ستراتیژیک هدف په توګه د افغانستان له لارې و کاروي، کېدای شي دغه اقدامات پر پاکستان لازم فشار راوړي په تېره بیا چې پاکستان اوس د نړیوالو تر ځانګړو فشارونو لاندې دی دا فشار هم کولای شي د پاکستان د لاسوهنو مخه ونیسي.”

 

ښاغلی ستانکزی وايي، افغان حکومت باید له موقع څخه په استفادې او د با تدبیره سیاست په کارولو سره پاکستان دې ته مجبور کړي چې په افغانستان کې لاس وهنې بندې کړي.

 

پاکستان دا مهال خپل بېلابېل توکي د افغانستان له لارې منځنۍ اسیاته انتقالوي.

 

راپور: محمد حدیث پردېس

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.