د افغانستان دفاع وزارت د سیګار وروستی راپور رد کړ

 

 

 

د آزادی راډیو 

د افغانستان فاع وزارت وایي، د سیګار هغه راپور نه مني چې وایې افغان دولت د پنځه فیصده خاورې حاکمیت له لاسه ورکړی دی.

 

د دغه وزارت ویاند دولت وزیري وايي چې برعکس افغان ځواکونو د پخوا په پرتله زیاتي سیمې ترلاسه کړي دي.

 

د سیګار د وروستي راپور په غبرګون د دفاع وزارت مسوولین وایي چې په ۲۰۱۶ کال کې افغان دولت کومه سیمه له لاسه نه ده ورکړې.

 

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې افغان ځواکونه دا مهال تهاجمي حالت لري او مخالفین یې ځپلي دي.

 

هغه زیاته کړه:

 

“موږ د دښمن تحرکات او حملې تاییدو خو دا نه منو چې دښمن دي زموږ نه کومه سیمه نیولې وي، برعکس موږ له دښمن څخه اراضي نیولې او په تهاجمي حالت کې یو، دښمن چې هر ځای سر پورته کړي، موږ یې ځپو.”

 

د دفاع وزارت مسوولین دا خبره داسي مهال کوي چې د هلمند ځينې سیمه ییزو چارواکو چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، د دولت د وسله والو مخالفینو لاس ته د شنبې په شپه د خانشین ولسوالۍ د سقوط راپورونه تایید کړل.

 

د هلمند یو شمېر نور چارواکي بیا په دغه ولسوالۍ کې نښته تاییدوي خو د ولسوالۍ سقوط نه مني.

 

د افغانستان په چارو کې د څار ځانګړې امریکایې ادارې سیګار په یوه راپور کې ویلي چې افغان دولت د ۲۰۱۶ کال په لومړنیو پنځو میاشتو کې د پنځه فیصده خاورې کنټرول له لاسه ورکړی دی.

 

راپور کې راغلي چې افغان دولت اوس پر ۶۵،۶ فیصده خاورې حاکمیت لري چې دا اندازه د روان میلادي کال په جنورۍ کې ۷۰،۵ فیصده و.

 

د افغانستان د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې دا مهال اتو نه تر نهو ولسوالیو پورې د وسله والو مخالفانو په لاس کې دي.

 

 

د افغان امنیتي چارواکو په وینا دوې ولسوالۍ په هلمند، دوې په بدخشان، کوهستانات په سرپل، ناوه په غزني کې، خاک افغان د زابل او یوه ولسوالۍ هم په فراه کې د وسله والو مخالفینو په لاس کې ده.

 

د کورنیو چارو وزارت هم ویلي چې پنځوس ولسوالۍ له لوړو امنیتي ګواښونو سره مخ دي.

 

اخوا د چارو کارپوه عتیق الله امرخېل وایي، بهرنیان باید د دا ډول راپورونو له خپرولو ډده وکړي چې د مخالفینو روحیه پیاوړې کوي.

 

هغه زیاته کړه:

 

“د سیګار دغه تبلیغات صحیح نه دي، ځکه دا په داخل کې هم د امنیتي ځواکونو پر روحیې تاثیر کوي او هم طالبان له دې نه ګټه پورته کوي.”

 

ښاغلی امرخېل د افغان ځواکونو د وړتیاوو زیاتیدو ته په اشارې وایي چې دغه ځواکونه د وسله والو د ځپلو لپاره د نړیوالو په خاصه توګه ناټو او امریکا ملاتړ ته اړتیا لري.

 

راپور محمد قسیم سوله مل

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.