ولسي جرګه: د تورخم ستونزه دې له ډیپلوماټیکو لارو حل شي

د آزادی راډیو

د افغانستان ولسي جرګې په تورخم کې د پاکستاني پوځيانو حمله وغندله او د دغې ستونزې د حل لپاره یې پر سیاسي او ډيپلوماټیکو لارو چارو ټینګار وکړ.

 

د ولسي جرګې دویم مرسیتال نعمت الله غفاري د تورخم په جګړه کې د افغان پوځیانو مېړانه او شهامت وستایه.

 

د افغانستان ولسي جرګه له افغان ولسمشر، اجراييه رئیس او له ملي وحدت حکومت له رهبري څخه غواړي چې د تورخم موضوع دې جدي تعقیب او وڅېړي.

 

د دغې جرګې دویم مرستیال نعمت الله غفاري چې د چهارشبنې په ورځ یې د جرګې مشري کوله ټینګار وکړ چې افغان حکومت باید د تورخم د ستونزې په اړه پياوړی اوجدي دریځ ولري.

 

ښاغلي غفاري همدارنګه سپارښتنه وکړه چې په تورخم کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ راپورته شوې ستونزه باید له سیاسي لارو حل شي.

 

هغه زیاته کړه:

 

“موږ ولسي جرګه د ګاونډیو ترمنځ د ستونزو د حل بهترینه لاره سیاسي مذاکرات، عاقلانه تدبیر او همدارنګه د حل لاره په خبرو کې وینو.”

 

له دې وړاندې د افغانستان جمهوري ریاست ویلي و، هڅې یې پیل کړې چې په تورخم کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ را ولاړه شوې ستونزه له ډیپلوماټیکو لارو حل کړي.

 

د روانې اوونۍ د یکشنبې په ورځ وروسته له هغې چې پاکستاني لوري په تورخم کې د یوې دروازې د جوړولو چارې پيل کړې، د دواړو لورو ترمنځ نښته رامنځ ته شوه چې مرګ ژوبله یې هم درلوده.

د راپورونو له مخې اوس هم په سیمه کې وضعیت ترینګلی دی.

 

د ولسي جرګې د چهارشنبې د ورځې ازاد بحث تر ډېره د تورخم په موضوع باندې څرخېده، دغې جرګې په دې اړه یو پریکړه لیک هم صادر کړ.

 

پرېکړه لیک چې د ولسي جرګې د غړي صلاح محمد سلجوقي له خوا ولوستل شو ورکې راغلي پاکستان د سیمه ییزې ورولۍ، دیني، فرهنګي او ژبني تړاو ته احترام نه دی کړی.

 

په پرېکړه لیک کې له نړیوالو همکارانو غوښتل شوي چې امنیتي توافقنامو او د همکارۍ د سندونو د مادو مطابق له افغان حکومت سره عمل او د افغانانو له ملي حثیت او خپلواکۍ څخه هر اړخیز ملاتړ وکړي.

 

د ولسي جرګې غړي په نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه د امنیت په شورا غږ کوي چې په پاکستان باندې فشار راوړي ترڅو د ډیورڼد په فرضي کرښه باندې د تاسیساتو له جوړولو څخه ډډه وکړي.

 

د ولسي جرګې غړو ویل چې د ډیورنډ فرضي کرښه افغانانو ته د منلو وړ نه ده او ټینګار یې کاوو چې له خپلې خاروې څخه به دفاع وکړي.

 

د دغې جرګې غړی عبدالستار خواصي وايي افغان حکومت باید د پاکستان په وړاندې عاجز پاتې نه شي.

نوموړي زیاته کړه:

 

“موږ د ډیورنډ کرښه په رسیمت نه پیژنو، هغه د افغانستان خاوره بولو او له خپلې خاورې به دفاع کوو، د پاکستان په وړاندې د عاجزي سیاست افغانستان له تباهي سره مخ کوي، موږ له ولسمشر او اجراییه رییس څخه غواړو چې په دې قضیه کې بې تفاوته پاتې نه شي.”

 

بل خوا د پاکستان لپاره دا فغانستان سفیر او په دې هېواد کې د ولسمشر ځانګړي استازي حضرت عمر زاخېلوال ویلي چې د تورخم د لانجې په اړه به له لوړ رتبه پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړي.

 

ښاغلي زاخېلوال د سې شنبې په ورځ کابل ته تر لنډ سفر وروسته په اسلام اباد کې ازادي راډیو ته وویل چې د پاکستان له ملکي او پوځي چارواکو سره به د دې ستونزې په اواري وغېږي.

 

عمر زاخېلوال ټینګار وکړ چې دافغانستان د ولسمشر له نظره، دا ستونزه باید په خبرو حل شي او جګړه د حل لار نه ده.

 

خو معلومه به شي چې پاکستاني چارواکي تر کومه له ډیپلوماتیکو لارو د دې ستونزې هوارولو ته لېوال دي.

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.