افغانستان تورخم ته کومکي ځواکونه واستول

 

تاند- په تورخم کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د دې خبر د خپرېدو تر شېبې (د شپې ۱۲ :۳۰) خال خال ډزې روانې دي. راپورونه وايي چې افغان امنیتي ځواکونه توانېدلي چې پاکستاني پوځیان وشړي.

 

د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي چې د ننګرهار د سرحدي لوا د قوماندان په مشرۍ کومکي ځواک له درنو وسلو سره تورخم ته ورسېد.

 

سمونوال ایوب حسین خېل، چې په تورخم کې د افغان ځواکونو قومانده په غاړه لري، پژواک خبري اژانس ته ویلي چې افغان ځواکونو پاکستاني پوځیان له خپلې خاورې په شا تمبولي دي.

 

پژواک د ناتایید شویو راپورونو پر اساس وايي چې افغان ځواکونو له پاکستاني پوځیانو یوه پوسته نیولې ده.

 

د سیمې ځیني اوسېدونکي بیا ادعا کوي چې افغان ځواکونو څو پاکستاني پوستې نیولي او شاوخوا ۲۰ پاکستاني پوځیان یې وژلي دي. خو دا ادعا خپلواکو سرچینو تایید کړی نه دی.

 

د ملي امنیت شورا ویندوی تواب غورځنګ وايي، د ۲۰۱ سیلاب قول اردو توپچي ځواکونه، د امنیه قوماندانۍ د پولیسو ځانګړې قطعه او د لومړۍ سرحدي لوا کومکي ځواک هم تورخم ته استول شوی دی.

 

په تورخم کې نن /یکشنبه/ ماښام افغان او پاکستاني ځواکونو پر یو بل ډزې وکړې.

 

د پاکستان پوځ وايي چې د ډزو په نتیجه کې یې یو پوځي ټپي شوی دی خو افغان چارواکو تراوسه خپلو ځواکونو ته د مرګ ژوبلو د اوښتو په اړه څه نه دي ویلي.

 

د ملي امنیت شورا ویندوی تواب غورځنګ وايي، پاکستاني پوځ غوښتل چې تورخم ته څېرمه له ډېورند کرښې دې خوا ته د انګور اډې په شان تاسیسات جوړ کړي، د لومړۍ سرحدي لوا پنځم کنډک عکس العمل وښود او جګړه پیل شوه.

 

د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار حنیف اتمر دفتر ویلي چې پاکستان په تورخم کې د وضعیت په خرابولو غواړي چې د نړیوالو پام له اصلي مسلو په بله واړوي.

 

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویندوی تواب غورځنګ دې پېښې ته په اشارې په خپله فېسبوکپاڼه کې لیکلي:« د افغانستان د ملي امنیت سلاکارښاغلي محمد حنیف اتمر په تورخم کې د پاکستاني ځواکونو مغرضانه او د ټولو اصولو خلاف تحرکات په دقت څارلي او ټولو امنیتي ځواکونو؛ په ځانګړي ډول په ختیځ کې د مېشتو سرحدي پولیسو او ۲۰۱ سېلاب قول اردو رهبرۍ ته د وسلوال پوځ اعلی سرقوماندانۍ هدایت کړی، چې د خپلې باعزته خاورې د لویشتې، لویشتې دفاع او ساتنې لپاره د دښمن او ملاتړو پر وړاندې یې پوره چمتو وي.»

 

تواب غورځنګ د دواړو خواوو د ډزو د تبادلې په نتیجه کې د احتمالي مرګ ژوبلو په اړه څه نه دي ویلي او دا یادونه یې هم نه ده کړې چې دې نښتې څومره دوام کړی دی. خو ډاډ یې څرګند کړی چې افغان ملي او دفاعي ځواکونه به په لوړه روحیه د ملي نوامیسو دفاع وکړي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.