ولسمشر غني: تېر کال مو غيريقيني حالت لويه ستونزه وه

 

د آزادی راډیو

03.11.1394

 

د افغانستان ولسمشر وايي تېر ميلادي کال په افغانستان کې نامعلوم او غيريقيني حالت د حکومت لپاره يوه ستونزه وه.

 

د نړۍ اقتصادي فورم په غونډه کې دا وار د افغانستان پر امنيتي وضعيت؛ د داعش ډلې په وړاندې د مبارزې پر لارو چارو او د نورو موضوعاتو تر څنګ په نړۍ کې د اقتصادي ودې په باب خبرې وشوې.

 

د سويس په داوس ښار کې د سږکال غونډه د چهارشنبې په ورځ پيل شوه او نن يې وروستۍ ورځ ده.

 

د تېرې شپې په غونډه کې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وويل چې د حکومت لپاره يې تېر کال له چلينجونو ډک و:

 

”تېر کال زموږ يوه برخه ستونزه غيريقيني حالت و. موږ اړ يو هر هغه اصل تفکيک کړو چې د ناامنۍ سبب شوى او بيا يې په وړاندې اقدام وکړو، بله دا چې پر خلکو تمرکز مهم دى. که چېرې اداري فساد او ناسمه اداره موجوده وي او نېستمن خلک څنډې ته شوي وي، دا هدف نه شي ترلاسه کېدلاى.“

 

د نړۍ اقتصادي فورم په غونډه کې چې هر کال جوړېږي، دا وار له سوريې نيولې، تر عراق او افغانستان پورې د اسلامي دولت ډلې يا داعش په وړاندې د مبارزې په باب هم خبرې وشوې.

 

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وويل چې افغانستان به د داعش ډلې لپاره يوه هديره وي:

 

”موږ انعطاف منونکي خلک يو او بريالي کېږو به. افغانستان به د داعش او نورو ډلو د ښخېدو ځاى وي. موږ يو متل لرو، که غچ سل کاله وروسته هم واخيستل شي، لا يې خوند زيات وي.“

 

غونډې ته د ناټو سرمنشي ينس سټولنبرګ وويل چې هڅه کوي افغان پوځيان وروزي چې وکړاى شي د خپل هېواد امنيتي چارې خپله سمبالې کړي.

 

”ناټو په افغانستان کې خپل جنګي ماموريت پايته رسولى، په افغانستان کې دا مهال ١٢زره پوځيان لرو چې افغان پوځيانو ته مشوره ورکوي، روزي يې او مرسته يې کوي، په اوږدمهال کې دا د افغانانو په ګټه ده چې خپل امنيتي مسووليت خپله واخلي. موږ يې مرسته کوو. د جګړې په لومړۍ کرښه کې دوى پراته دي. څه باندې يو کال کېږي چې امنيتي مسووليت د افغان پوځيانو پر غاړه دى.“

 

سټولټنبرګ وويل چې دوى د عراقي سرتېرو روزنه هم پيل کړې او په اردن او تونس کې به هم ورته اقدام کوي چې دغه ځواکونه وکړاى شي د خپلو هېوادونو امن په خپله ټينګ کړي.

 

په دې اړه د جمهوري رياست په خپره شوې اعلاميه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني په سويس کې د ليدنو-کتنو پر مهال د نړۍ له مشرانو وغوښتل چې پر افغانانو د تپل شوې جګړې او د ترهګرو ډلو له خوا د بېګناه انسانانو د وژنې په مخنيوي کې همکاري وکړي.

 

ولسمشر غني دغه راز بهرني پانګوال هڅولي چې د نورو برخو تر څنګ د روغتيا او انرژۍ په برخو کې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.