قطر د افغان سولې په اړه د یوه غیررسمي غونډې کوربه دی

 

د آزادی راډیو

02.11.1394

 

په قطر کې به نن جمعه د افغانستان د سولې د بهیر په اړه غیر رسمي غونډه وشي.

 

دا غونډه د “پګواش” په نوم دې نړېوالې ټولنې په ملاتړ جوړیږي.

 

سیاسي څارونکی احمد سعیدي وايي، په دې غونډه کې د افغانستان د سولې د عالي شورا او یو شمېر سیاسي ګوندونو استازیتوب شوی خو د افغان حکومت پلاوی نه دي ورغلي.

 

د ښاغلي سعیدي په وینا، حکومت د قطر دې غیر رسمي ناستې ته ډیره خوشبیني نه لري او داسې ګڼي چې ښايي د سولې لپاره پر هغو هلوځلو چې کابل او اسلام اباد په وروستیو کې پیل کړې، مثبت اغیز ونه کړي.

 

ښاغلي احمد سعیدي زیاته کړه: 

 

“څو چې ټولې جلسې او مجلسونه یوځای نه شي او داسې چې په یوه کې د افغانستان حکومت خوشاله او په بل کې خپه وي، د داسې غونډو نتایج به یې منفي وي.” 

 

ښاغلي سعیدي څرګنده کړه چې د قطر په غونډه کې ښايي د طالبانو استازي هم ګډون ولري.

 

په قطر کې تېرکال هم د افغانستان د سولې د عالي شورا او د مدني ټولنې یوه ګډ پلاوي د طالبانو له یو شمېر استازو سره کتلي وو.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.