افغان ولسمشر سویس ته لاړ
30.10.1394 10:49
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د چارشنبې په ورځ له کابل څخه د سویس هیواد د داووس ښار ته سفر وکړ.
د افغانستان د ولسمشر د مطبوعاتو دفتر، رسنیو ته په یو استول شوي بیان کې ویلي، چې ولسمشر غني به په دې دوه ورځني سفر کې د نړیوال اقتصاد په دوه بېلابېلو غونډو کې ګډون او وینا وکړي.
په دې بیان کې راغلي، چې ولسمشر غني به د یادې غونډې له رئیس، د ناټو سازمان له مشر، د یو شمېر ګډون کوونکو هېوادونو له مشرانو او د نړۍ د لویو اقتصادي شرکتونو له رئیسانو سره خبرې اترې وکړي.
دغه راز، په دې بیان کې ویل شوي، چې افغان ولسمشر به د نړیوالې اقتصادي غونډې په څنډه کې د افغانستان، پاکستان او امریکا په درې اړخیزه غونډه او د افغانستان د راتلونکې او د نړیوال ثبات او امنیت په هکله جوړېدونکو غونډو کې هم ګډون وکړي.
ټاکل شوې، چې د افغانستان، پاکستان او امریکا درې اړخیزه غونډه سبا د پنجشنبې په ورځ په داووس ښار کې جوړه شي.
په دې غونډه کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د امریکا د متحده ایالاتو د ولسمشر مرستیال جوبایډن او د پاکستان له لومړي وزیر نواز شریف سره وګوري.
سپینې ماڼۍ ویلي دي، چې دغه مشران به په ځايي وخت یوولس بجې د داووس په انټرکانټیننټل هوټل کې سره وګوري.
په سویس کې یو افغان ډیپلومات امریکا غږ ته وویل چې ولسمشر غني به د چهارشنبې په ورځ داووس ته ورسیږي.
لا معلومه نه ده چې د دوی د غونډې اصلي اجنډا به څه وي او پر کومو مسایلو به خبرې وکړي. دوی د اقتصادي نړیوالې غونډې په څنډو کې له یو بل سره ګوري.
ټاکل شوې چې سږکال به په دغې اقتصادي غونډې کې د نړۍ د مشهورو تجارتي شرکتونو مشران، پانګوال، مشهورې نړیوالې څېرې او حکومتي چارواکي ګډون وکړي.
نظرات بسته شده است.