کابل کې د یو بهرني رستورانټ سره نږدې درنه چاودنه شوې

 

دآزادی راډیو

 

د کابل د امنیې قوماندانۍ د جنایي جرمونو د څانګې رئیس جنرال فریدون عابدي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې د چاودنې وروسته په رستورانټ کې اورلګیدلی وو.

 

جنرال عبیدي وویل چې چاودنه په فرانسوي رستورانټ کې شوې ده.

 

خوهغه وویل چې لا د وخت وړاندې ده چې دا ووایي چې دا برید ګوندې یو تروریستي برید وو.

 

جنرال عبیدي وویل ” تراوسه لا دا څرګنده نه ده چې دا دې ځانمرګی برید وي، د دې لپاره چې یوه پیښه شوې، اورلګیدلی وو، چې مونږ ووژه ، ودانۍ د تصفیې په حال کې ده او انشالله تراوسه د کومې تروریستي پیښې نښه نه ده ترلاسه شوې”.

 

 جنرال عبیدي وویل چې په دغه چاودنه کې یو تن ملکي وګړی برسیرن ټپي شوی دی.

 

دمخه جنرال عبیدي امریکا غږ ته ویلي وو چې په دغه پیښه کې دوه تنه ټپیان شوي دي.

 

همداشان د چاودنې وروسته په دغه سیمه کې د ډزو په باب هم ځینو سمیه ایزو رسنیو خبر ورکړې وو، خو د کابل پولیسو دغه چارواکي  د ډزو په باب رپوټونه تائید نه کړل.

 

د کابل د فتح الله د قلعه په نهم سړک کې د یو حکومتي میلمستون سربیره د لي جرډن په نوم یو فرانسوي رستورانټ هم فعالیت کوه چې د کابل پولیس وایي پیښه هم په همدغه رستورانټ کې شوې ده.

 

طالبانو په یو بیان کې ادعا کړې چې دا برید د دغې ډلې جنګیالیو په یو بهرني رستورانټ چې د دغې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد د اشغالګرانو رستورانټ په نوم یادکړی ځانمرګې بریدونه ترسره کړي دي.

 

د طالبانو دغه ویاند خپل ټویټر په پاڼه په دغه برید کې بهرنیانو ته د مرګ ژوبلې د اړولو ادعا هم کړې ده.

 

خو افغان امنیتي چارواکو په برید کې د یو ملکي د ټپي کیدو خبر تائیید کړی دی.

 

ددغه رستورانټ شاوخوا ته د اوسیدانې کورونه دي.

 

ځینو عیني شاهدانو امریکا غږ ته ویلي چې د چاودنې وروسته په ځینو کورونو کې یو شمیر کسان د شیشو د ماتیدلو له امله ټپیان شوي دي.

 

پولیسو دغې سیمې ته غځیدلي ټولې لارې د خلکو تګ راتګ پرمخ تړلي دي.

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.