اشرف غني: د افغانستان حکومت د داعش خوله په سوک وهلې

 

 

د آزادی راډیو

10.10.1394

 

ولسمشر اشرف غني وایي چې په تېرو څو ورځو کې د داعش شاوخوا ۱۶۰ وسله وال په افغانستان کې وژل شوي دي.

 

ښاغلي غني د پنجشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې حکومت د داعش په وړاندې مبارزه په جدي ډول مخ ته بیایي.

 

ښاغلي غني زیاته کړه:

 

” کابو ۱۶۰ د داعش خلک مو وژلي دي، آیا موږ چوپه خوله ناست یو؟ که دې ته چوپه خوله وايي، نو سوک ته به څه وایي؟ د دولت سوک د داعش پر خوله لږېدلی دی، څوک باید دې کې شک ونه لري، د تحلیل په اساس باندې نن یوه سیمه یيزه او نړیواله اجماع د داعش لپاره جوړه شوې، دې باندې موږ هر اړخیز اقدامات کوو.”

 

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د افغانستان په ختیځو سیمو په ځانګړي توګه د ننګرهار ولایت په مربوطاتو کې د داعش حضور خلکو ته اندېښنې راپارولي دي.

 

د دفاع وزارت هم له دې وړاندې ویلي چې په ختیځو سیمو کې یې د داعش پر ضد عملیات روان دي او په نېږدې ورځو کې به د پام وړ پایله ورکړي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.