کېمپبل ښايي په افغانستان کې د نورو امریکايي ځواکونو غوښتنه وکړي
د آزادی راډیو
09.10.1394
په افغانستان کې د امریکا او ناټو لوی پوځي قوماندانان جنرال جان کېمپبل ښايي، له وسله والو طالبانو سره د مبارزې لپاره، د نورو امریکايي ځواکونو غوښتنه وکړي.
جنرال کېمپبل له امریکايي ورځپاڼېUSA TODAYسره په مرکه کې د افغانستان لپاره د اضافي ځواکونو د غوښتنې پر امکان په داسې حال کې خبرې کړې چې د رپوټونو پر اساس، په دې هېواد کې امنیتي وضعیت د روان کال په وروستیو شپږو میاشتو کې خراب شوی دی.
رپوټونه وايي چې د ۲۰۱۵میلادي کال په وروستیو شپږ میاشتو کې په چاودنو او وسله والو حملو کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تلفات زیات شوي دي.
د امریکا ولسمشر بارک اوباما، د روان کال په اکټوبر کې اعلان وکړ چې د ۲۰۱۶میلادي کال تر پایه به لږ تر لږه ۹۸۰۰ امریکايي ځواکونه په افغانستان کې پاتې شي.
مخکې داسې ویل شوي وو چې د امریکايي عسکرو شمېر ۱۰۰۰ ته را ټيټ شي.
خو جنرال کېمپبل په خپله تازه مرکه کې ویلي چې د ولسمشر اوباما له ادارې به غوښتنه وکړي چې د عسکرو لوړ شمېر په افغانستان کې وساتي او ممکنه ده چې د نورو ځواکونو غوښتنه هم وکړي.
کېمپبل ویلي:
“که موږ ډاډ نه لرو چې د روزنې، مشورې او مرستې دا ماموریت او له ترورېزم سره مبارزه پرمخ بیولای شو نو زموږ مسئولیت دی چې مشرتابه ته د خپلو اړتیاو خبر ورکړو ان که د زیات پرسونل یا وګړو مسئله وي.”
په افغانستان کې د امریکا د ۹۸۰۰ ځواکونو شمېر باید د ۲۰۱۷ میلادي کال د جنورۍ د میاشتې تر لومړۍ، ۵۵۰۰ ته را ټيټ شي.
جنرال کېمپبل په دې اړه ویلي:
“زما هڅه به دا وي چې څومره چې امکان لري او تر هغو چې امکان لري زیات عسکر راسره وساتم.”
په افغانستان کې د امریکا او ناټو پوځي ماموریت تېر کال، په ډیسمبر کې د روزنې په ماموریت بدل شو او په جګړه کې د مخامخ ګډون پر ځای یې، د افغان ځواکونو د روزنې او مشورې رول خپل کړ. په دې موده کې د جګړې مشري افغان امنیتي ځواکونو کړې ده.
په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو قوماندان جنرال جان کېمپبل ویلي چې په نږدې وخت کې واشنګټن ته ځي څو د خپلو وړاندیزونو په اړه پوځي چارواکو ته معلومات ورکړي.
کېمپبل ویلي چې ښايي یو شمېر وړاندیزونه یې ښه ونه منل شي خو ځیني به یې تائید شي.
ده ویلي،په ډګر د ځواکونو د قوماندان په توګه، دا زما مسئولیت دی چې په دوامدار ډول، د وضعیت ارزیابي وکړم هر وار چې ولسمشر اوباما ته ورغلی یم او څه غوښتنه مې کړې، له نیکه مرغه منل شوې ده.
چاپ
شریکول :
نظرات بسته شده است.