په هلمند کې دوو افغان پوځیانو د ناټو دوه سرتیري ووژل

 

د آزادی راډیو

04.06.1394

 

نړېوالو ځواکونو وویل چې دوو تنو چې د افغانستان د امنیتي ځواکونو یونوفورم یې اغوستی و، نن د یوې پوځي اډې دننه په ډزو د ناټو دوه پوځیان ووژل.

 

ناټو په خپاره کړي بیان کې د دغې پیښې په اړه زیات جزیات نه دي وړکړي خو ویلي یې دي چې دا پیښه د افغانستان په جنوب هلمند ولایت کې شوې چیرې چې د دیره نړېوالو ځواکونو ډیره برخه امریکایان دي.

 

داسې ښکاري چې دا به هم د افغان امنیتي ځواکونوله منځه پر نړېوالو ځواکونو د حملو وروستۍ بیلګه وي.

 

د روان کال له پیل راهیسې دا ډول دوه نورې حملې هم شوي چې په کې یو امریکایي سرتیری او درې امریکایي ملکي ټیکه داران وژل شوې و.

 

په جنوري میاشت کې د کابل په هوایي ډګر کې یوه افغان سرتیري په ډزو درې امریکایي ټیکه داران وژلي و او په اپریل میاشت کې هم په جلال اباد کې د امریکایي ځواکونو په اډه کې دننه یوه افغان سرتیري په ډزو یو امریکایي سرتیری وژلی و.

 

په هلمند کې د دغې نوې پيښه په اړه ناټو تر اوسه د وژل شویو پوځیانو هویت نه دی په ډاګه کړی او نه یې هم د پیښې ځای ښودلی دی.

 

خو ناټو یواځې دومره ویلي چې افغان پوځي یونوفورم لرونکو د پوځي اډې دننه پرهغې عرادې ډزې وکړې چې نړېوال سرتیري په کې سپاره و.

 

تراوسه د دغې حملې مسولیت چا یا کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

 

خود اسوشټیډ پرس اژانس په وینا په تیرو وختونوکې د ځینو دا ډول حملو ترشا وسله والو طالبانو لاس لاره او د ځینو ترشا یې انفرادي انګیزې پرتې دي.

 

دغه حمله په هلمند کې په داسې وخت کې شوې چې نن سهار یې د موسی کلا ولسوالۍ د سقوط خبر ورکړل شو.

 

دغه ولسوالۍ چې له څو ورځو راهیسې وسله والو طالبانو له څو اړخونو محاصره کړې وه، د افغان سیمه ییزو چارواکو په وینا نن سهار وروسته له هغې طالبانو ونیوله چې له څو اړخونو په سلګونو وسله والو پرې برید وکړ.

 

د هلمند د ولایتي شورا مشر کریم اتل دې اژانس ته ویلي چې له څو ورځو راهیسې په سیمه کې امنیتي ځواکونه له خطرسره مخامخ وخو مرکزي حکومت د هغوی د ملاتړ لپاره تر اوسه نوي ځواکونه نه دي وراستولي.

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.