د ملامنصور د مشرۍ مخالفان وايي، د دوو ډلو ترمنځ اختلاف نه دی حل شوی

 

 

تاند

خبریال: نصیب کامه وال- د ملا اخترمحمد منصور د مشرۍ مخالف طالب مشران وايي چې تراوسه پوري د طالبانو د تحریک د دوو ډلو ترمنځ روغه نه ده شوې.

 

دا په داسي حال کې ده چې دواړو خواوو ویلي چې د علماوو نوې جوړې شوې شل کسیزې شورا ته یې واک سپارلی دی چې د مشرتابه په اړه پرېکړه وکړي.

 

د اختر محمد منصور د مشرۍ مخالفه ډله هغه اوازې ردوي چې پر اساس یې ویل شوي و چې د پخواني مشر ملامحمد عمر اخوند زوی ملا یعقوب د منصور مرستیال ټاکل شوی او ورسره د طالبانو د دوو خواوو ترمنځ اختلاف پای ته رسېدلی دی.

 

ملا عبدالمنان نیازي، چې د منصور د مخالفې ډلې ویندوی دی، ویلي چې د دواړو خواوو ترمنځ اختلاف حل شوی نه دی.

 

د طالبانو ترمنځ اختلاف هغه مهال رابرسېره شو چې طالبانو د ملا محمد عمر اخوند مړینه تایید کړه او ویې ویل چې نوموړی دوه کاله پخوا په طبیعي مرګ مړ شوی دی.

 

یو شمېر طالب مشران ملا منصور ته، چې په دې ټوله موده کې یې واک په لاس کې و، په غوسه دي چې ولي یې د ملا محمد عمر اخوند مړینه پټه کړې وه.

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.