د مالیې وزیر وايي، د عوایدو لپاره په ټاکلي هدف کې له ۶ تر ۷ ملیارد افغانیو پوري شاته سوو

 

تاند- د افغانستان د ماليې وزیر وايي چې وزارت یې په روان مالي کال کې د عوایدو د ټولولو په برخه کې ټاکلي هدف ته نه دی رسېدلی.

 

اکلیل حکیمي د دوشنبې په ورځ د ۳۴ ولایتونو د ګمرکونو ريیسانو ته په وینا کې وویل چې د مالیې وزارت په روان مالي کال کې تر ټاکلي هدف شاوخوا ۶ یا ۷ ملیارد افغانۍ شاته دی.

 

د مالیې وزیر وویل،:« د ملي یووالي د حکومت د پالیسۍ پر اساس او د هغې ژمنې له مخې چې نړیوالې ټولنې ته مو ورکړې ده، باید د افغانستان عواید او مصارف (دخل و خرڅ) برابر شي خو اوس موږ تر هغه څه چې مو ژمنه کړې ده له شپږو تر اوو ملیارد افغانیو پوري شاته یوو.»

 

ده وویل، په یو شمېر ولایتونو کې ګمرکي مسوولانو غفلت کړی خو ده د چا نوم یاد نه کړ.

 

د ماليې وزیر په عین حال کې د ګمرکونو او مالیې رییسانو ته خبرداری ورکړ، ویې ویل:«د هغه رييسان چې د عوایدو فیصدي یې تر ټاکل شوي هدف لږه وي، درې میاشتې وخت لري چې خپل هدف ته ځان ورسوي او کنې د مالیې د وزارت کارکوونکي به نه وي.»

 

ښاغلي حکیمي یادونه وکړه، هغه ريیسان به تشویق کړای شي چې د مالیې او ګمرکونو د عاید په برخه کې یې هدف پوره کړی دی.

 

ده د فساد د مخنیوي لپاره د مالیې وزارت ټول کارکوونکي مکلف وبلل چې خپلې شتمنۍ او جایدادونه ثبت کړي.

 

د افغانستان د مالیې وزارت په وینا د روان مالي کال لپاره ۱۲۰ ملیارد افغانۍ عاید هدف ټاکل شوی دی. د افغانستان د روان مالي کال پای ته ۴ میاشتې لا پاتې دي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.