هلمند: په نننۍ انتحاري حمله کې دوه ملکيان وژل شوي

 

د آزادی راډیو

د هلمند امنیه قومندان وايي چې د دغه ولایت پر امنیې قومندانۍ په نننۍ انتحاري حمله کې دوه ملکي وګړي وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

 

نبي جان ملاخیل تر پیښې وروسته خبریالانو ته وویل چې حمله کوونکي درې تنه وو چې لومړي تن پر امنیه قومندانۍ موټر بم انتحاري حمله وکړه او وروسته ددوو نورو حمله کوونکو غوښتل چې قومندانۍ ته ننوزي چې د پولیسو په ډزو کې ووژل شول.

 

ملاخیل زیاته کړه چې په دغه چاودنه کې د امنیه قومندانۍ منسوبینو ته زیان نه دی رسیدلی.

 

خو د دغه ولایت د ایمرجنسي روغتون مسولینو ازادي راډیو ته وویل چې دوی ته د پيښې له ځایه ۴۰ ټپیان ور وړل شوي چې دوه یې پولیس دي.

 

تر دا مهاله د پيښې مسولیت چا په غاړه نه دی اخستی.

 

پخواني:

 

د هلمند د امنیې قومندانۍ چارواکي وايي چې د دغه ولایت د امنیې قومندانۍ پر ودانۍ نن سهار انتحاري حمله شوې ده.

 

ویل شوي دي چې دا حمله د یوه موټر په واسطه شوې.

 

د امنیې قومندانۍ ویاند فرید عبید ازادي راډیو ته وویل چې چاودنې پولیسو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې خو د دقیقو ارقامو په اړه یې لا تر اوسه معلومات نشته.

 

تر دا مهاله د دې حملې مسولیت چا پر غاړه نه دی اخستی.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.