امریکايي سرپلټونکی وايي، ملیونونه ډالر د هوايي ښوونځیو په نوم وهل شوي
تاند- په افغانستان کې د امریکا د بیارغونې د چارو سرپلټونکی اندېښنه لري چې په دغه هیواد کې پر تعلیمي برخه د امریکا په ملیونونو ډالر هوايي مصرف شوي دي.
جان سوپکو وايي، داسي ښکاري چې هغه احصاییه جعلي وه چې د افغانستان د پوهنې وزارت د امریکا نړیوالې پرمختیايي ادارې ته ورکړې وه او پر اساس یې ویل شوي و چې د افغان زده کوونکو شمېر، چې په ۲۰۰۲ کې ۹ لکه و، په ۲۰۱۳ کې ۸ ملیونو ته زیات شوی دی.
د جان سوپکو په راپور کې ویل شوي، د افغانستان د پوهنې وزارت اوس وايي چې د هیواد په ناامنو سیمو کې هیڅ ښوونځی فعال نه دی او د دې وزارت مخکنیو چارواکو د پیسو د وهلو لپاره له ځانه جعلي احصاییې جوړې کړې وې.
له دې توره داسي ښکاري چې امریکا او نورو مرستندویانو به د ډېرو داسي ښوونځیو لپاره مرسته کړې وي چې نه زده کوونکي او نه هم ښوونکي لري.
د سیګار د معلوماتو پر اساس، د امریکا د نړیوالې پرمختیا ادارې د روان ۲۰۱۵ میلادي کال د مارچ له ۳۱ څخه تراوسه پوري د افغانستان د معارف د ملاتړ لپاره ۷۶۹ ملیون ډالره لګولي دي.
جان سوپکو د امریکا نړیوالې پرمختیايي ادارې ته په یوه لیک کې، پوښتنه کړې چې امریکا پر څومره هوايي (چې حقیقي وجود نه لري) ښوونځیو پیسې لګولي دي؟
نظرات بسته شده است.