په چین کې د طالبانو او د سولې د عالي شورا استازو خبرې کړي

 

 

تاند- د یوه تازه راپور له مخې د افغانستان د سولې تر ټولو جګپوړي استازي تېره اوونۍ په چین کې له طالبانو سره پټې خبرې کړدي دي.

 

وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې د دواړو خواوو په قول ویلي، د دې دوه ورځنیو خبرو هدف، چې د چین په شمال ختیځ ارومچي ښار کې وشوې، د سولې د احتمالي بهیر لپاره پر وارمخکې شرطونو پوهېدا بلل شوې ده.

 

وال ستریټ ژورنال ورځپاڼه وايي، یوه دیپلومات وویل:«د خبرو په باب خبرې وشوې.»

 

ورځپاڼه وايي چې دا خبرې په یوه بل علت مهمې وې. دا غونډه د پاکستان د استخباراتي ادارې آی ایس آی په هڅو ترتیب شوه.

 

له دې غونډې خبرو کسانو وویل، چینايي چارواکو او د پاکستان د استخباراتي ادارې استازو هم په دې خبرو کې، چې د سې شنبې او چهارشنبې په ورځو /د مې په نولسمه او شلمه/ د چین د شین جین ایالت په مرکز ارومچي کې وشوې، ګډون درلود.

 

چینايي او پاکستاني چارواکو په دې باب څه نه دي ویلي.

 

د افغانستان د سولې د عالي شورا غړیو څو ځلي له طالبانو سره غیررسمي خبرې کړي. وروستی ځل دواړو خواوو په قطر کې سره ولیدل.

 

د چین خبرې د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني له دیپلوماتیکو هلوځلو وروسته کېږي. غني هڅه کړې چې له پاکستان، چین او سعودي سره اړیکې نژدې کړي څو دا هیوادونه طالبان خبرو ته تیار کړي.

 

وال ستریټ ژورنال ورځپاڼه وايي چې د افغانستان په سوله کې پاکستان خورا حساس او مهم رول لوبولی شي. د طالبانو اکثره مشران په پاکستان کې اوسي.

 

ویل کېږي چې پاکستان په وروستیو کې طالبانو ته ویلي چې که د افغانستان له حکومت سره د سولې خبرې ونه کړي نو له خپلې خاورې به یې وباسي.

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.