ولسمشر غني: د دولتي ښارګوټو ټول پخواني قراردادونه څېړل کیږي

 

د آزادی راډیو

28.02.1394

 

ولسمشراشرف غني وايي، د دولتي ښارګوټو ټول پخواني قراردادونه به څېړل کېږي او له هغو دولتي مامورینو سره به حساب کتاب کېږي چې په دې قراردادونو کې یې ناوړه استفاده کړې.

 

افغان ولسمشر د ښار جوړولو وزارت له چارواکو سره په کتنه کې وویل؛ فاسد دولتي مامورین به تشخیصیږي او تر عدلي څارنې لاندې به نیول کېږي.

 

ښاغلي غني ټینګار وکړ چې هېڅ دولتي کارکوونکی باید له خصوصي سکټور سره شراکت او ونډه ونه لري.

 

په داسې حال کې چې په پلازمېنه او ولایاتو کې زورواکو پراخې دولتي ځمکې غصب کړي او بې پلانه ښارګوټي یې په کې جوړ کړي دي؛ افغان ولسمشر وايي چې د ښارجوړولو وزارت دې د غیرپلاني سیمو د پلاني کولو او د ښارګوټو د مدیریت لپاره یو حقوقي چوکاټ رامینځ ته کړي.

 

د ښارګوټو د دولتي قراردادونو په فساد کې له ښکېلو چارواکو سره حساب کتاب؛ په خصوصي سکټور کې د دولتي مامورینو د شراکت مخنیوی او د غیرپلاني ښارګوټو پلاني کول په پرونۍ غونډه کې د ولسمشر درې مهمې ژمنې وې؛ خو دا ژمنې څومره عملي دي؟

 

د ولسي جرګې د مواصلاتو، مخابراتو او ښاري پرمختګ د کمیسیون غړی ډاکټر میربت خان منګل وايي؛ د ولسمشر غني په پنځه کلنه دوره کې د دومره لویو ژمنو پوره کول ممکن نه دي. ډاکټر منګل له آزادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل چې که د ټولو چارو واګي له ښاغلي غني سره وای؛ نو دا کار کېدای شوای:

 

“پخواني قراردادونه یا ځمکې چې غصب شوي؛ دا د زورواکو په لاس کې دي. دا به عیناً داسې مساله وي لکه د دفاع وزارت قرارداد چې دوه سوه میلیونه ډالر فساد په کې و او په هغه کې واضح معلوم و چې څوک – څوک لاس لري.

 

دوی بالاخره له هغې خبرې څخه هم په شا شول. نو دا کار په دې دوره کې ناممکن دی. خو که کلي یا کنجي د یوه سړي په لاس کې وای؛ بیا نو یوڅه امېد و چې تر دوو- درېیو کلونو پورې به یو چوکاټ ورته وتړي.”

 

ولسمشر غني له فساد سره مبارزه د انتخاباتي کمپاینونو پرمهال او واک ته له رسېدو وروسته خپل اصلي لومړیتوب بللی. د ښارګوټو او تجارتي ساحو په قراردادونو کې فساد چې د دولتي ځمکو غصب یې مهمه برخه ده د طالبانو د واکمنۍ له نسکورېدو د وروسته مودې یوه لویه ستونزه ګڼل کېږي او باور دا دی چې په دې ستونزه کې د دولت جګپوړي مامورین ښکېل دي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.