د کلتور وزیر خپل سل ورځنی کاري پلان ولسمشر ته تشریح کړ

 

 

 

تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن د اطلاعاتو او کلتور له وزیر عبدالباري جهاني او د دغه وزارت له یو شمېر نورو چارواکو سره ولیدل او د دغه وزارت د سل ورځني پلان په اړه یې خبرې ورسره وکړې.

 

په دې کتنه کې د کلتور وزیر ښاغلي جهاني د کلتور او هنر، ملي موزیم، تاریخي اثارو، ملي ارشیف، کابل نندارې، افغانفلم، عامه کتابتون، رسنیو، بیهقي کتاب خپرولو موسسې، ازادي مطبعې، موسیقي، ګرځندوی او ځوانانو په اړه د خپل وزارت سل ورځنی پلان تشریح کړ.

 

د افغانستان ولسمشر له ټولو وزیرانو سره د هغوی د سل ورځنیو پلانونو په اړه جلا جلاکتنې کوي او تر دې مخکې یې له څو نورو وزیرانو سره ورته غونډې کړي دي.

 

د ځینو وزیرانو د سلو ورځو کاري پلانونو د اوریدو په لیدنو کې افغان ولسمشر د اوبو او انرژۍ او پوهنې له وزیرانو سره هم خبرې کړي دي.

 

محمد اشرف غني د پوهنې وزیر اسدالله حنیف بلخي ته ویلي چې له ځینو نورو وزارتونو سره په همغږۍ کې حرفوي زده کړو ته زمینه برابره کړي او هم د درسي کتابونو د ستونزو د هواري په اړه کار وکړي.

 

افغان ولسمشر د اوبو او انرژۍ وزیر علي احمد عثماني ته ویلي چې د اوبو او انرژۍ وزارت پلانونه باید د افغانستان شرایطو ته په کتو د هیواد د پنځو سیندي حوزو په اساس جوړ شي.

 

ولسمشر محمد اشرف غني د بیان آزادي یو ارزښت وباله او ټینګار یې وکړ چې د رسنیو د ستونزو هواری باید د دولت په لومړیتوب کې وي.

 

ولسمشر توریزم د افغانستان د اقتصاد لپاره مهم وباله، ویې ویل باید د ګرځندوی صنعت ته زیات کار وشي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.