ولسمشر وايي د افغانستان انکشافي پروګرامونه باید له پروژوي سیسټمه راووځي

 

د آزادی راډیو

08.01.1394

 

د افغانستان ولسمشر د امریکا د پنځه ورځني رسمي سفر په وروستۍ ورځ د ملګرو ملتو د انکشافي ادارې یا “یو این ډي پي” له مشرې هیلن کلارک سره په نیویارک کې وکتل.

 

په دغه کتنه کې دواړو لورو په افغانستان کې د بهرنیو مرستو د موثریت؛ د انکشافي پروګرامونو، د بشري ظرفیتونو د لوړولو، د ملګرو ملتونو د سازمان د انکشافي ادارې د فعالیتونو د څرنګوالي په اړه خبرې وکړې.

 

جمهور رییس اشرف غني ټینګار وکړ چې د افغانستان انکشافي پروګرامونه باید له پروژويي سیستمڅخه را ووځي او د ګټورو سیسټمونو له لارې په دوامدار ډول ترسره شي او د ظرفیتونو انکشاف باید د ملي انکشاف د اړتیاوو له مخې تنظیم او هماهنګ شي.

 

د افغانستان ولسمشر تر دې مخکې دامریکا د سفر پر مهال له امریکایي چارواکو سره د دغه هیواړد د نړیوالې انکشافي ادارې یا “یو اېس ایډ” د فعالیتونو د څرنګوالې په باب خبرې کړې وې او هغوی ته یې هم وړاندیز کړی و چې دې ته اړتیا شته چې د دوی د ادارې هڅې باید له پروژه اي حالت څخه راووځي او تر ډیره سیسټماټیک طرز خپل کړي.

 

د ملګرو ملتو د انکشافي ادارې مشرې له افغان ولسمشر سره ژمنه وکړه چې د ده وړاندیزونو ته به په راتلونکې کې توجه وکړي.

 

له میرمن کلارک سره د لیدو پر مهال اشرف غن په نړیواله کچه اقلیمي بدلونونو او په افغانستان باندې د هغو اغېزو ته اشاره وکړه او ویې ویل چې افغانستان د سېلابونو او د وچکالۍ له اړخه زیان منونکی هېواد دی چې د دغو زیانونو د مخنوي لپاره په ملي او نړیواله کچه هڅو ته ضرورت شته.

 

ولسشمر غني بیا د لاجورد لارې ته اشاره وکړه چې د ترکمنستان، اذربایجان، ارمنستان او ترکیې له لارې اروپا ته تیریږي او ویې ویل چې دغسې پروژې د افغانستان اقتصاد پیاوړی کوي خو په افغانستان کې د اقتصادي ودې لپاره د بهرنیو مرستې باید اغیزمنې شي چې د دې لپاره د ملي یوالي حکومت موثر پروګرامونه پیل کړې دي.

 

د افغانستان جمهور رییس په هېواد کې د سولې د ټینګښت مسالي ته د اشارې په ترڅ کې وویل چې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره به زموږ هڅې دوام ومومي خو سوله په یوازیتوب سره د امنیت سبب نه شي کېدلی، بلکې کولای شي یوازې د امنیت لپاره زمینه برابره کړي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.