طالبانو په هلمند کې د داعش قومندان له خپلو ۴۵ پلویانو سره نیولی

 

 

 

 

تاند- افغان طالبانو د اسلامي دولت یا داعش د یوه لوی قومندان په ګډون ۴۶ تنه په دې تور نیولي چې دې ډلې ته یې خلک جذبول.

 

د لوېدیځو خبري رسنیو د راپور له مخې افغان طالبانو د هلمند ولایت په کجکي ولسوالۍ کې د داعش قومندان ملا عبدالروف خادم نیولی دی.

 

خادم، چې په وروستیو اوونیو کې یې په کجکي ولسوالي کې له طالبانو سره خونړۍ جګړې کړې وې، اوس د طالبانو د محکمې پرېکړې ته انتظار باسي.

 

له نوموړي سره ۴۵ تنه نور هم نیول شوي دي.

 

د سیمې یوه قومي مشر عبدالاحد معصومي وویل، ملا خادم، چې ادعا کوي د داعش له لوري قومندان ټاکل شوی دی، د پنجشنبې په ورځ د کجکي ولسوالۍ د اذان د سیمې د خلکو یوې غونډې ته وویل چې ملا عمر نور نشته نو خلک د ده ملاتړ وکړي.

 

د نوموړي په وینا د خادم او طالبانو ترمنځ سخت اختلاف سبب شو چې طالبان د نوموړي پر ضد اقدام وکړي.

 

د طالبانو ویندویانو تراوسه پوري په دې اړه څه نه دي ویلي خو تر دې پخوا کله چې رسنیو په کجکي ولسوالۍ کې د طالبانو او داعشیانو ترمنځ د جګړو خبرونه خپاره کړل، فوراً یې وویل چې دا پوچ تبلیغات دي.

 

خو د هلمند امنیه قومندان بیا دا خبر رد کړی او ویلي یې دي چې د داعش قومندان د طالبانو له لوري نه دی نیول شوی.

 

په همدې حال کې د داعش مشر ابوبکر البغدادي په یو لړ څرګندونو کې د افغان طالبانو مشر ملا عمر کم عقله بللی دی. ده ویلي چې ملا عمر د دې وړ نه دی چې مذهبي او مقدس مشر وي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.