طرح دفاع مستقلانه به هدف جلوگیری از فعالیت های مخالفین، ترتیب شده است

 

د آزادی راډیو

16.10.1393

 

د جمهوري ریاست لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم ته نږدې یوه سرچینه وايي؛ د وسله والو مخالفانو د تخریبي کړنو د مخنیوي په هدف د (خپلواکې دفاع) طرحه د خلکو په غوښتنه ترتیب او د تایید لپاره یې د ملي امنیت شورای ته وړاندې کړې ده.

 

د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم ته نږدې سرچینې وايي؛ اړتیا وه، چې د یوشمیر شمالي ولایتونو د امنیت د خوندي کولو په هدف د خپلواکې دفاع طرحه رامنځ ته شي.

 

ښاغلي دوستم ته نږدې کس او د ولسي جرګې غړی نقیب الله فایق وايي چې د شمال نا کراره او یوشمېر نورو لایتونو د امنیت خوندي کولو لپاره د خپلواکۍ دفاع طرحه ترتیب شوې او د تایید لپاره د ملي امنیت شورا ته لېږل شوې ده.

 

ښاغلي فایق د دوشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل چې دغه طرحه وروسته له هغې ترتیب شوه چې د شمال د نا امنه ولایتونو یو شمیر اوسیدونکو له حکومته وغوښتل چې په دې ولایتونو کې د امنیت د ټینګښت په هدف تصفیوي عملیات وکړي.

 

هغه په دې باور دی چې ولسي پاڅونونه او د مشرانو رهبري کولای شي؛ د وسله والو مخالفانو روحیه کمزوزې کړي:

 

پولیسو او اردو په یواځیتوب سره ونه شو کړای چې امنیت ټینګ کړي. بلاخره جنګېدلی؛ په سیمه کې بلد کس جنرال دوستم د امنیت د ټینګښت لپاره ګټور دی؛ که چېرې هر ورځ لسګونه کسان وژل کیږي؛ باید د مخنیوي لپاره لومړني حرکتونه وشي چې دا د خلکو غوښتنې هم دي؛ نه باید داسې تعریف شي چې دغه یو شخصي او سیاسي حرکت دی؛ دا ډول څرګندونې هیڅ معنی نه لري؛ تر هغه ځایه چې زه معلومات لرم دغه پروګرام په امنیت شورا کې مطرح شوی او د دې طرحې نهايي کېدو لپاره لومړی مرستیال کابل ته تللی.”

 

ښاغلي فایق همدرانګه وویل چې د خپلواکۍ دفاع طرحې په اساس د شمال د یوشمېر ولایتونو په ځانګړې توګه د جوزاجان اوسېدونکو ښاغلي دوستم ته وعده ورکړې چې له شته امکاناتو نه په استفادې به د وسله والو مخالفانو پرضد جګړه وکړي.

 

په دې وروستیو کې د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال دوستم ویلي چې له ولسمشر محمد اشرف غني سره په مشوره په شمال کې شل زره کسیزه وسله واله ډله جوړوي؛ څو له افغان ملي امنیتي ځواکونو سره په همغږۍ د شمالي ولایتونو امنیت خوندي کړي او سیمه له وسله والو مخالفانو پاکه کړي.

 

ښاغلی دوستم دغه څرګندونې وروسته له هغې کوي چې په دې وروستیو څو ورځو کې د افغانستان په شمال کې نږدې ۲۰۰ وسله والومخالفانو له جګړې لاس اخیستی او د سولې له پروسې سره یوځای شوي.

 

غوښتل مو د نقیب الله فایق د څرګندونو په دې اړه د افغانستان د کورنیو چارو وزارت رسمي نظر را واخلو؛ خو له پرلپسې تماسونو سره سره یې په اخیستلو بریالي نه شو.

 

ښاغلي فایق همدرانګه وویل، ممکن ځینې سیمه ییز چارواکي هم د وسله والو مخالفانو پرضد یو لړ فعالیتونه ترسره کړي.

 

د ښاغلي فایق اشاره په څرګنده د بلخ والي عطامحمد نور ته وه چې په دې وروستیو کې یې له یوشمېر پخوانیو جهادي قوماندانانو سره په مزاشریف کې کتلي و.

 

په ورته وخت کې یوشمېر افغان کارپوهان وايي؛ له قانوني چوکاټ پرته د وسله والومخالفانو پرضد هر ډول اقدام به ناوړه عواقب له ځان سره ولري.

 

د پوځي چارو پوه جنرال عتیق الله امرخیل ازادۍ راډیوته وویل؛ په اوس وخت کې افغان ملي امنیتي ځواکونه د دې وړتیا لري چې د هېواد امنیت په بشپړ ډول خوندي کړي:

 

“په یوه هېواد کې چې دفاع وزارت موجود وي؛ امنیتي ځواکونو هم پیاوړي وي؛ د دولت په منځ کې دولتونه او یا په اردو کې اردو جوړول دغه یواځې له سرخوږي بل څه له ځان سره نه لري؛ دغه هم ملت او هم دولت ته لوی سرخوږی دی او نتیجه هم نه لري.”

 

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د دیارلس کلن پوځي ماموریت له پای ته رسېدو وروسته او د افغان امنیتي ځواکونو بشپړ امنیتي مسوولیت له اخیستو سره سم د هېواد سرتاسري امنیت خوندي کول موضوع د ټولو پام ځانته راګرځولی.

 

د چارو افغان کارپوهان وايي چې د ملي وحدت حکومت باید تر ډېره د افغان امنیتي ځواکونو د تجهیز او پیاوړتیا لپاره کار وکړي.

 

دوی د افغان امنیتي ځواکونو په پیاوړتیا او همغږۍ هم ټینګار کوي او هغه افغانستان د خپلواکۍ د ساتلو لپاره ګټوره بولي.

 

راپور: رحمت الله افغان

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.