“وسله وال مخالفین به زیاتې حملې کوي؛ خو افغان پوځ یې دفاع ته چمتو دی”

 

 

د آزادی راډیو

16.10.1393

 

په داسې حال کې چې افغان ځواکونو د ۲۰۱۵ میلادي کال په پیل کې د ټولو امنیتي چارو مسوولیت اخیستی؛ دفاع وزارت وايي، دا کال به هم د مخالفینو له ګواښونو سره مل وي.

 

د افغان پوځ لوی درستیز شیر محمد کریمي د دوشنبې په ورځ په پکتیا ولایت کې د ۲۰۳ تندر قول اردو له پوځیانو نه د لیدنې پر مهال دا څرګندونې وکړې.

 

ښاغلي کریمي وویل، که وسله وال مخالفین په ۲۰۱۵ کال کې هم د تېر په څېر خپلې حملې زیاتې کړي؛ افغان پوځیان یې د دفاع لپاره چمتو دي او هڅه کوي چې تر وروستي حده خپله دنده سمه پر ځای کړي:

 

“آمادګي به زیاته په کار وي، ځکه تاسو په ۲۰۱۴ کې هم ولیدل چې جنګونه ډېر په شدت سره وو. ۲۰۱۵ کې هم امکان لري چې دښمن خپل زور و ازمايي؛ ولې انشالله موږ ورته آماده یو او موږ د وطن او خلکو نه دفاع کوو. افتخار په دې کې دی چې دا د خلکو غوښتنه ده چې موږ د بل چا تر تاثیر لاندې و نه اوسو او مستقل و اوسو.”

 

ښاغلي کریمي په داسې حال کې په ۲۰۱۵ کال کې د وسله والو مخالفینو د حملو د زیاتیدو له احتمال خبرې وکړې چې اوس هم په یو شمیر سرحدي سیمو باندې د وسله والو مخالفینو حملې دوام لري.

 

۲۰۱۴ میلادي کال د افغانانو په تېره د پوځیانو لپاره تر ټولو خونړی کال و او افغان پوځیانو ته د امنیتي مسوولیتونو په بشپړ سپارلو سره پاي ته ورسید.

 

د ۲۰۳ تندر قول اردو نه د لوی درستیز د لیدنې پرمهال سیمه ییزو چارواکو هم د افغان پوځیانو په تجهیز ټینګار وکړ.

 

د پکتیا سرپرست والي جمعه خان همدرد له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د هوایي ځواکونو د تجهیز تر څنګ هغه وسله په دغه هیواد کې افغان پوځیانو ته پریږدي چې تېر دیارلسه کاله یې پرې جګړه کړې.

 

اخوا د افغان پوځ لوی درستیز ومنله چې هوايي پوځ په اوس وخت کې ستونزې لري او د نړیوالې ټولنې ډېرې همکارۍ ته اړتیا لري.

 

لوی درستیز شیرمحمدکریمي هیله وښوده چې له پلان سره سم به نړیواله ټولنه د افغان پوځیانو د روزنې تر څنګ د هوايي ځواکونو د تجهیز په برخه کې هم خپله مرسته وکړي:

 

“نن زموږ امنیتي ځواکونه د انتقال پروسې مسوولیت په غاړه اخلي؛ جامعه جهاني بدبختانه، متاسفانه خپلې وسلې یا عراق ته انتقالوي یا یې اوکراین ته وړي. زه وایم چې تاسو دلته څوارلس کاله زموږ د اردو تر څنګ جګړه کړې. کله چې ځئ کم له کمه دا کومې وسلې مو چې راوړي دا زموږ اردو ته وسپارئ. زموږ هوايي ځواک په پښو ودروئ. زموږ توپچي په پښو ودروئ.”

 

ښاغلي کریمي وویل که څه هم افغان پوځیان په یواځې د وسله والو مخالفینو په وړاندې جګړه کولای شي؛ خو که چیرته نړیواله ټولنه د دغه پوځ د لا تجهیز لپاره توجه وکړي په افغانستان کې شته ستونزې به تر ډېره هوارې شي.

 

د پوځي چارو یو شمیر کارپوهان هم د نړیوالې ټولنې د مرستو په عملي کیدو ټینګار کوي او وايي چې دا به ناشونې وي چې افغان پوځیان وکولای شي د لازمو تجهیزاتو له نشتوالي سره تر ډېره جګړه وکړي.

 

دوی وايي نړیواله ټولنه باید د افغان پوځیانو د تجهیز لپاره خپلې مرستې عملي کړي او افغان حکومت یې هم باید د ښې استفادې لپاره سم پلانونه په پام کې ولري.

 

راپور: صفي الله ستانکزی

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.