“د نوې کابینې غړي به تر راتلونکو دوو ورځو پورې ولسي جرګې ته معرفي شي”

 

د آزادی راډیو

14.10.1393

 

د افغانستان په جمهوري ریاست که یوه سرچینه وایي؛ د نوې حکومت د کابینې غړې تقریباً بشپړ شوي دي او ممکن تر راتلونکو دوو ورځو پورې معرفي شي.

 

په داسې حال کې چې د نوي حکومت له جوړیدو نږدې سل ورځې پوره کیږي؛ د حکومت یوه سرچینه وایي چې په غالب ګومان سره به نوې کابینه د روانې اونۍ په چهارشنبې ولسي جرګې ته معرفي شي.

 

دغې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم او غږ یې خپور شي؛ آزادی راډيو ته وویل چې افغان چارواکو د یکشنبې په ورځ په ارګ کې په دې اړه خپلو کې بحثونه کړي دي.

 

سرچینه زیاتوي چې ښایي ولسمشر د نوې کابینې له غړیو سره د دوشنبې او سې شنبې په ورځو جلا جلا وګوري او تر هغې وروسته یې د باور یا عدم اعتماد رايې اخیستو لپاره ولسي جرګې ته ور وپیژني.

 

په همدې حال کې یو شمیر سناتورانو هم د یکشنبې ورځې په عمومي غونډه کې پر حکومت ټينګار وکړ چې د کابینې په معرفي کولو کې ځنډ ونه کړي.

 

له دې وړاندې د ولسي جرګې دوو پلاوو هم له ولسمشر او اجرایي رییس سره کتلي وو او ورسره یې د کابینې د غړیو په ټاکنه کې د ځنډ په هلکه خبرې کړې وې.

 

د کابینې ځنډ نه یوازې دا چې د ملي شورا د غړیو انتقادونه راپارولي؛ بلکې عام خلک او د مدني ټولنو بنسټونه هم ترې شکایت کوي.

 

دوی وایي، حکومت نو نور باید د وزیرانو سرپرستۍ ته خاتمه ورکړي او روان کړکیچن وضعیت سم کړي.

 

د راپورونو له مخې، د افغانستان نوې کابینه به پنځه ویشت وزیران ولري چې له هغې ډلې دیارلس به یې د ولسمشر محمد اشرف غني له لوري او دولس نور به یې هم د اجرایې رییس عبدالله عبدالله له لوري و ټاکل شي.

 

خو دا لا روښانه نه ده چې آیا دا اونۍ به د کابینې د ټاکلو لپاره د خلکو د انتظار وروستۍ اونۍ وي او که نه؟

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.