د کابل – ډیلي ترمنځ د الوتکې د تښتولو خبرداری ورکړای شو

 

 

تاند- د هند استخباراتو خبرداری ورکړ چې ممکن ترهګر د ډیلي – کابل ترمنځ الوتکه یرغمل کړي.

 

د ټایمز اف انډیا ورځپاڼې د راپور له مخې هندي استخباراتو ویلي چې ښايي ترهګر د هند د هوايي شرکت (اییر انډیا) الوتکه برمته کړي.

 

د استخباراتو له دې خبرداري وروسته په ډیلي کې د اندراګاندي په هوايي ډګر کې احضارات سخت شوي او امر شوی چې حتي د مامورینو هم کلکه تلاشي واخلي.

 

چارواکو امر کړی چې څو – څو ځایه دې تلاشي واخیستل شي.

 

د دغو تدابیرو له کبله مسافرو ته ویل شوي چې د پخوا په پرتله د خپل پرواز لپاره هوايي ډګر ته وختي ورشي ځکه چې پر تلاشیو به زیات وخت لګېږي.

 

د هوايي ډګر مسوولانو ته ویل شوي چې د سپرلیو بسکونه هم په دقت وپلټي.

 

همداراز کومانډو ځواکونو ته ویل شوي چې په هوايي ډګر کې ګزمه وکړي.

 

په ۱۹۹۹ کال پاکستاني تروریستانو د هند د هوايي شرکت یوه الوتکه (IC814) د طالبانو مرکز کندهار ته وتښتوله او په مقابل کې یې د هند په بند کې د یو شمېر ترهګرو د خلاصون غوښتنه وکړه.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.