ولسمشر وايي په یوه اوونۍ کې به د کابینې غړي اعلان کړي

 

تاند- ولسمشر اشرف غني نن د ولسي جرګې پلاوی ته ډاډ ورکړ چې په یوه اوونۍ کې به د کابینې غړي معرفي کړي.

 

له ښاغلي غني سره د ولسي جرګې رييس او د کمیسیونونو مشرانو په ارګ کې د کابینې د غړیو په اعلان کې د ځنډ په اړه خبرې وکړې.

 

د ولسي جرګې ريیس عبدالروف ابراهیمي ولسمشر ته د کابینې د غړیو په اعلان کې پر ځنډ اندېښنه ښکاره کړه خو ولسمشر ورته وویل، کابینې په برخه کې عمده کارونه حل شوي او ژر به د یوه واحد ټیم په توګه ولسي جرګې ته د اعتماد رایې د ترلاسه کولو لپاره معرفي شي.

 

ولسمشر د کابینې د ځنډ په هکله د ولسي جرګې د غړیو اندېښنه په ځای وبلله خو په ټینګار یې وویل چې د نوې کابینې اعلان به تر یوې اوونۍ زیاته ونه ځنډېږي.

 

ولسمشر وویل چې کابینه به د افغانستان د ټولنې د عیني واقعیتونو ښکارندویه وي او تر وسه وسه بوه متعادله کابینه وي.

 

د ولسي جرګې پلاوي تر دې مخکې له اجرايي ريیس عبدالله عبدالله سره وکتل او د کابینې د ځنډېدو په اړه یې خپله اندېښنه ورسره شریکه کړه.

 

په همدې حال کې د ولسي جرګې هغو غړیو چې له ولسمشر سره په نننۍ کتنه کې یې خبرې کړي، وايي چې اشرف غني په دې تاکید درلود چې کابینه باید داسي نه وي چې څلور یا پنځه وزیران یې د یوه ولایت وي او په مقابل کې یې یو زون له پامه غورځول شوی وي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.