کابلوف: له افغانستان سره به د پوځي اکمالاتو موافقه ليک تيار شي

 

د آزادی راډیو

09.10.1393

 

روسيه له افغانستان سره د نظامي اکمالاتو د توافقه ليک لپاره يوه طرح جوړوي.

 

د روسيې د جمهورريس له خوا افغانستان ته د دې هېواد ځانګړی استازی، ضميرکابلوف وايي، د افغانستان پوځ کافي وسلې لري خو ښايي زياتو تجهيزاتو ته يې اړتيا وي.

 

له بلې خوا ښاغلي کابلوف ويلي چې د اسلامي دولت ډلې سخت دريځي په دې هڅو کې دي چې په افغانستان کې ګډوډۍ رامنځته کړي.

 

روسيه چې په اوکراين کې په سياسي هلوځلو بوخته ده او له همدې کبله يې له لويديځ سره اړيکې خرابې شوي دي، وايي د افغان امنيتي ځواکونو سره به همکاري کوي.

 

افغانستان ته د روسيې د جمهور ريس ولاديميرپوټين ځانګړی استازی ضميرکابلوف وايي، له افغانستان سره به د پوځي اکمالاتوموافقه ليک تيارشي.

 

ښاغلي کابلوف ايتارتاس خبري اژانس ته ويلي چې دا موافقه لیک د ځانګړووسلو په اړه نه دی خو په راتلونکي کې د قراردادونو لپاره يو قانوني چوکاټ جوړوي.

 

د افغانستان اردوله تېروڅولسيزو راهيسي په شوروي اتحاد کې جوړو شويو وسلو او تجهيزاتو څخه کار اخلي.

 

د افغانستان په اردوکې په روسيه کې جوړشوي ټاکونو، الوتکو او جنګي جټونو څخه استفاده شوې ده.

 

اوس د روسيې ځانګړی استازی وايي: که څه هم افغانستان کافي وسلې لري، په راتلونکي کې دا هېواد ضرورت لري چې په نظامي توګه نورهم ښه شي.

 

ضميرکابلوف پردې موضوع هم ټينګار وکړ چې روسيه به په هيڅ حالت کې افغانستان ته خپل پوځ ونه لیږي.

 

د ښاغلي کابلوف په وينا، داعش يا د اسلامي دولت سخت دريځه ډله غواړي په افغانستان کې ګډوډي رامنځته کړي او د دوی دا هڅې کېدای شي په ځايي سخت دريځو کې د نفوذ پيدا کولو لپاره وي.

 

ضميرکابلوف د ايتارتاس خبري اژانس ته ويلي: څومره چې دوی پوهيږي، د اسلامي دولت سخت دريځې ډلې يوه کوچنۍ ډله چې کېدای شي سل کسه ولري، افغانستان ته لېږلې ده.

 

دی وايی، د داعش له نفوذ سره، په افغانستان کې د سخت دريځو د حملو د تکتيکونو تغير د غور وړ دی.

 

دا روسی ډپلوماټ وايي، په دې باورنه لري چې د اسلامي دولت په زرګونو سخت دريځي به له عراقه او سوريې څخه افغانستان ته ولاړ شي. خو کابلوف په دې باور دی چې کېدای شي افغان سخت دريځي د داعش مفکوره ولري.

 

کابلوف زیاتوي، د اسلامي دولت سخت دريځه ډله دا توان نه لري چې افغانستان ته راشي او کابل ونيسي.

 

ويل کيږي روسيه په افغانستان کې د اسلامي دولت سخت دريځې ډلې د نفوذ د احتمال له اندېښنې، افغانستان ته د نظامي تجهيزاتو د همکارۍ موضوع په جديت پر مخ وړي او د کابل سره د نظامي اکمالاتو موافقه لیک ډېر ژر تياروي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.