دآزادی راډیو

د افغانستان د سولې په پروسه کې د پاکستان د رښتینې همکارۍ لپاره د فشارونو په دوام امریکا دغه هېواد ته خپل یو خاص استازی د بحث لپاره ورلېږي.

د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا خاص استازی زلمی خلیل‌زاد په کابل کې دی او په‌دې لنډو ورځو کې به پاکستان ته ځي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي پرون له خپل امریکايي سیال مایک پامپيو سره په ټيلیفون خبرې کړي او دواړو منلې چې د خلیل‌زاد سفر به د ترلاسه شویو لاسته راوړنو د لا زیاتونو زمینه برابره کړي.

View image on Twitter
View image on Twitter

Govt of Pakistan

@pid_gov
امریکی وزیر خارجہ مائیکل پومپیو اور وزیر خارجہ شاہ محمود قریشی کے مابین ٹیلیفونک رابطہ ۔ دو طرفہ تعلقات اور خطے میں امن و امان کی صورتحال پر تبادلہ خیال۔ دونوں وزرائے خارجہ نے جنوبی ایشیا میں امن و استحکام کیلئے کشیدگی کے خاتمے کو ضروری
قرار دیا ۔

179
3:15 AM – Apr 3, 2019
24 people are talking about this
Twitter Ads info and privacy
خلیل‌زاد هم اسلام‌اباد ته تر سفر مخکې د پاکستان ځيني اقدامات ستایي.

هغه له ازادي راډیو سره په یوه ځانګړې مرکه کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې د پاکستان رول څنګه دی؟
او ایا کله‌یې ستونزې جوړې کړي؟
داسې ځواب ووایه:

“هو ستونزې خو شته. مګر طبعاً زما په نظر دا هم عادلانه ده چې ووایو پاکستان مثبت اقدامات هم کړي او همکاري یې کړې ده.”
خلیل‌زاد او ولسمشر یې ډونالد ټرمپ پخوا دا هم په ډاګه ویلي و چې پاکستان د افغانستان د سولې په پروسه کې دوه مخی رول ترسره کوي او رښتینې همکاري یې نه‌ده کړې.

امریکا، افغان حکومت او د دوی متحدین وايي چې پاکستان له ډېره وخته ګڼې ترورېستي ډلې په خپله خاوره کې ځای کړي او د افغان طالبانو مشران هم د دغه هېواد په بېلابیلو برخو کې مېشت دي.

تر ټولو وروستۍ مسئله چې امریکا پرې پاکستان ته ګوت‌څنډنه وکړه هغه د دغه هېواد د صدراعظم عمران خان څرګندونې وې چې په افغانستان کې یې د لانجو د هواري لپاره د مؤقت حکومت وړاندیز کړی و.

د خان دا وړاندیز په افغان حکومت سربېره په کابل کې د امریکا سفیر جان بس په کلکه رد او پاکستان ته‌یې یادونه وکړه چې د افغانستان په چارو کې له لاس‌وهنې ډډه وکړي.

پاکستان بیا تل د خپل مثبت رول یادونه کوي او پرون هم د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې راغلي چې د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي قریشي له خپل امریکايي سیال پامپیو سره په خبرو کې د افغان سولې لپاره د پاکستان د اسانچارۍ او تسهیلوونکي رول یادونه وکړه.​

د سیاسي او نړیوالو چارو پوه سید انتظار خادم وايي، پاکستان له همکارۍ پرته بله لار نه‌لري.

د سیاسي او نړیوالو چارو پوه سید انتظار خادم، د ازادي راډیو په یوه اوونیز بحث کې

​ښاغلی خادم زیاتوي:

“پرته له یوه انتخابه د پاکستان لپاره بل څه نه‌شته. اسلام‌اباد ته دا ځل د خلیل‌زاد تګ په‌دې معنی دی چې درسته ده سوله مهمه ده، ستاسو رول مهم دی او تاسې اراده لرئ خو په‌دغو برخو کې ستاسو نقش مهم دی، مثلاً: جان بس «په کابل کي د امریکا سفیر» وویل چې کرکټ او سیاست سره فرق کوي عمران خان باید د افغانستان د ادارې په اړه بحث ونه‌کړي. دا هر هغه مسایل دي چې خلیل‌زاد به له قریشي او عمران خان سره پرې خبرې وکړي چې ستاسې وینا او ستاسې عمل څومره دی؟ کېدای شي په خط مشی باندې خبرې وکړي او حتی په‌دې باندې سره خبرې وکړي چې کوم کوم اقدامات وکړي؟ په کومو برخو او کومو وختونو کې یې وکړي.”

د افغانستان د سولې او پخلاینې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیل‌زاد په کابل کې له ولسمشر اشرف غني او نورو چارواکو سره په لیدنې سربېره تر اوسه ځیني سیاسي او قومي مشران هم کتلي او تمه ده تر دې لیدنو وروسته اسلام‌اباد ته ولاړ شي.
خلیل‌زاد چې تر اسلام‌اباد وروسته ازبکستان، اردن او د طالبانو له سیاسي غړو سره د لیدنې لپاره قطر ته هم ځي د افغانستان د سولې په پروسه کې د ټولو سیمه‌ییزو هېوادونو او قدرتونو په مثبت رول او همکارۍ ټینګار کړی دی.

راپور: صفي‌الله ستانکزی

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.