د ناټو قوماندان طالبان د سولې خبرو ته وبلل

 

 

تاند- په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قوماندان ډګرجنرال جان نیکلسن نن په داسې حال کې چې افغانانو روژه پیل کړې، پر وسله والو طالبانو غږ وکړ چې د سولې خبرې پیل کړي.

نیکلسن نن /پنجشنبه/ د روژې د مبارکې میاشتې په مناسبت په یوه ویدويي پیغام کې له طالبانو غوښتي چې د افغانستان د حکومت د سولې وړاندیز او د سولې لپاره د افغانانو غوښتنه ومني.

ده په عین حال کې د افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو زړورتیا ستایلې ده او ویلي یې دي چې افغان ځواکونه د خپل هیواد د ساتنې او د افغانانو د هوساینې لپاره مبارزه کوي.

د افغانستان ولسمشر هم د روژې د رارسېدو په مناسبت تېره شپه په یوه ویدیويي پیغام کې هیله څرګنده کړې چې طالبان او نورې وسله والې مخالفې ډلې به د روژې په میاشت کې د ګډوډۍ او ناامنۍ د خپرولو په ځای افغانان پرېږدي چې په ارامه روژه او عبادت وکړي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.