کچلاغ کې د طالبانو منځ کې چاودنې د ملا هبت الله ورور وژلی، پوځ سیمه محاصره کړې

تاند، جمعه، د اسد ۲۵ مه: د ډیورنډ له فرضي کرښې اخوا د کچلاغ وزیر اباد کې د افغان طالبانو پر یوه مدرسه ځانمرګي برید کې د ملا هبت الله د ورور او اتو نورو طالب مشرانو د وژل کېدو راپورونه ورکول شوي دي.

تاند ته رسېدلي معلومات ښيي چې په وزیر اباد کلي کې د طالبانو یوه مدرسه او جومات کې دا پېښه دځانمرګي برید له کبله شوې ده چې په ترڅ کې یې د طالبانو د مشر ملا هبت الله ورور او ګڼ طالب چارواکي وژل شوي دي.

دا هغه مدرسه او جومات دی چې پخپله ملا هبت الله په کې ډېره موده امامت او د تدریس چارې مخته وړلې، مګر د طالبانو مشرۍ ته له رسېدو وروسته له دغه ځای څخه پخپله تري تم شو او اوس یې ماتحتانو غونډې او چارې تنظیمولې.

پاکستاني رسنیو تر دې دمه پېښه کې لږ تر لږه ۱۰ کسانو د وژل کېدو او یو درجن څخه د زیاتو نورو ټپي کېدو خبر ورکړی دی، خو تاند ته رسېدلي معلومات ښيي چې د طالبانو مهم کسان عزت الله، حاجي مراد، محمد قسیم، قدرت الله (هویت یې معلوم نه دی چې ایا طالب دی که نه دی؟) حاجي حکمت، حاجي ندا، وحید الله، حاجي اکبر اغا، عبدالجبار، عبدالحکیم، اغامحمد، محمد صدیق، عبدالرحمن، عزت الله، حیات الله، عبدالدهیان، رحیم الدین، سعدالدین، حاجي غلام سرور، رحمت الله او عنایت الله د دغې پېښې ښکار شوي دي.

د کویټې د پولیسو مشر که څه هم وايي، پېښه د ځانمرګي برید له کبله نه بلکې تر ممبر لاندې د ځای پر ځای شوي ریموټ کنټرول ماین له کبله شوې ده، خو تاییدوي چې سیمې ته د دوی پر ځای پاکستاني پوځيان ور رسېدلي دي.

نوموړی وايي، د طالبانو په دغه جومات کې له چاودنې وروسته چې شاوخوا دوه سوه کسان د جمعې لمانځه ته په کې راټول شوي وو، چې اوس پولیس او عام خلک نه ورپرېښودل کېږي، بلکې پوځ سیمې ته رسېدلی او ټپیان یې پوځي روغتونونو ته رسول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د سولې د مذاکراتو په تړاو د طالبانو د خپلمنځي اختلافاتو راپورونه زیات شوي او له څه مودې راهیسې نه یوازې هرات کې ۵۰ طالبان خپلمنځي جګړو کې وژل شوي بلکې راپورونه وايي، دغو اختلافاتو د طالبانو د دفاع وزیر ژوند هم واخیست.

داسې هم ویل کېږي چې د امریکا، پاکستان او طالبانو تر منځ د سولې د مذاکراتو کامیابولو لپاره پر دې هوکړه شوې چې د سولې مخالف طالب مشران او د اختلافاتو راپورته کوونکي، له منځه یوړل شي.

شنونکي په دغه برید کې نېغ په نېغه د پاکستان لاس بولي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.