کورنیو چارو وزارت: د سنبلې د ۱۸مې د ګدوډيو او بې‌نظمیو په تړاو ۱۳۸ تنه نیول شوي

دآزادی راډیو

د احمد شاه مسعود یو شمېر پلویانو د سنبلې ۱۸مه، د ده د وژل کېدو تلین په هوايي ډزو ولمانځه.

د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو په اساس د سنبلې د ۱۸مې په مناسبت د احمد شاه مسعود د پلویانو له لوري په بېلابېلو پېښو کې یو ملکي وګړی او یو پوځي وژل شوي او په دې تړاو ۶ تنه نیول شوي، عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شوي دي.

د دغه وزارت په وینا ۷ نور ملکي وګړي ټپیان شوي هم دي.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیالې مروې امیني وویل چې د سنبلې د ۱۸مې د ګدوډيو او بې‌نظمیو په تړاو په مجموعي ډول ۱۳۸ تنه نیول شوي چې له څېړنو وروسته به‌یې دوسیې عدلي او قضايي ارګانونو ته ولېږل شي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویانده مروه امیني؛ “له دغو کسانو ۵۱ د جعلي اسنادو لرونکي موټر نیول شوي دي”
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویانده مروه امیني؛ “له دغو کسانو ۵۱ د جعلي اسنادو لرونکي موټر نیول شوي دي”
اغلې امیني زیاتوي: “تېره ورځ ۱۳۸ تنه ولګرد او غیر مسؤله وسله‌وال کسان نیول شوي، هغه کسان چې عامه نظم‌یې ګډوډاوه، همدارنګه له دغو کسانو څخه وسلې او ۵۱ د جعلي اسنادو لرونکي موټر نیول شوي دي.”

د دغو ګډوډيو د مخنیوي لپاره د امنیتي ځواکونو دغه اقدام د کابل ښاریانو له تود هرکلي سره مخ شو.

د کابل ښار دوه اوسېدونکي میرویس و احمد وویل: “پولیس د خلکو د امنیت د خوندیتوب دنده لري. هر هغه کس چې عامه نظم ګډوډوي باید وسلې ترې واخیستل شي او مخنیوی یې وشي.”
“موږ شاهدان و چې څو کسان ټپي او ووژل شول، دوی ټولو ښاریانو ته ستونزې جوړولې، دا د پولیسو دنده ده چې مخنیوی یې وکړي، دا ډول کسان ونیسي او د قانون منګولو ته‌یې وسپاري، موږ د پولیسو له دې چلند څخه خوشاله یو.”

خو د پولیسو له لوري د خلکو وهل ټکول او په ټولنیزو رسنیو کې د تصویرونو خپرېدل د انتقادونو سره مخ شوي.

د دوی په باور د پولیسو دا کار غیر مسلکي و. د کابل دوه اوسېدونکي خالد او نور محمد وايي: “د پولیسو چلند غیر مسلکي وو، دوی په اکاډمۍ کې زده‌کړې کړي، هېڅ پوځي حق نه‌لري چې یو کس ونیسي او په سړک کې یې ووهي، دا خو یوازې عام وګړي و.”

“دا غیر مسلکي کړنه ده، د دولت یو کس نه‌شي کولای چې ان مجرم په سړک ووهي، دا یو غیر قانوني کار دی.”

د امنیتي ځواکونو دغه کړنه د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله عکس‌العمل هم راپارولی دی.

ښاغلی عبدالله وايي: “کوم تصویرونه چې خپاره شول، د کابل له اوسېدونکو سره د ځانګړو قطعاتو چلند د منلو نه‌دی، دا یو غیر مسلکي چلند و، دا یو انساني چلند نه‌و او باید دا تګلاره ختمه شي.”

د کورنیو چارو وزارت هم له خلکو سره د پولیسو ناوړه چلند مني.

دغه وزارت وړاندې له دې ​ګواښ کړی و چې که د شهید اوونۍ او عاشورا په ورځو کې هر چا ولسي وګړو ته مزاحمت وکړ، جدي قانوني چلند به ورسره وشي.

د دغه وزارت ویاند نصرت رحیمي ویلي و: “دا ځلې به هر څه متفاوت وي، موږ ټولو امنیتي برخو ته دنده ورکړې، هر هغه څوک چې د قانون خلاف کړنه ترسره کوي، عامه نظم اخلالوي، له هغوی سره به جدي قانوني چلند وشي، وبه نیول شي او د قانون منګولو ته به وسپارل شي.”

د کابل ښار د ګارنېزیون عمومي قوماندانۍ هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره د شهید اوونۍ او د عاشورا له لمانځونکو غوښتنه کړې وه چې د وسلو له کارولو، همدا شان موټرو ته د ځانګړو رنګونو ورکولو او له دولتي موټرو استفاده ونه‌کړي او په ښار کې د ټرافیکي نظم د ګډوډۍ لامل نه‌شي.​
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د احمد شاه مسعود زوی احمد مسعود له خلکو غوښتي وو چې باید د خلکو د ځورولو سبب نه‌شي، خو بیا هم د دې کار مخنیوی ستونزمن ښکاري.

نوموړي زیاته کړې وه: “بې‌نظمي، د امنیت اختلال او د خلکو د ارامښت له‌منځه وړل د احمد شاه مسعود د ارمانونو او باور خلاف چاره ده او موږ ته د منلو نه‌وه او نه‌ده او نه به وي.”

دا په داسې حال ده چې تېر کال هم د احمد شاه مسعود د اوولسم تلین د لماځلو په ورځ د هوایي ډزو له امله ۱۳ کسان ټپیان شول او په همدې ورځ د لمانځونکو پر کاروان یوه انتحاري حمله هم وشوه.

په کابل کې د ملي اتل نمانځنه، درې چاودنې او د يوه افسر وژنه
The code has been copied to your clipboard.
<iframe src=”https://pa.azadiradio.com/embed/player/0/30155199.html?type=video” frameborder=”0″ scrolling=”no” width=”640″ height=”360″ allowfullscreen></iframe>

width
640
px height
360
px
په فېس بوک کې شريکول
په ټویټر کې شريکول
The URL has been copied to your clipboard
No media source currently available

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.