که فراه ته ژر کومکي ځواک ونه رسېږي د ولایت مرکز ممکن سقوط وکړي

 

تاند- د فراه اوسېدونکي او د ولایتي شورا غړي خبرداری ورکوي چې که دغه ولایت ته کومکي ځواک ونه رسېږي، د دې ولایت مرکز به د طالبانو لاس ته ولوېږي.

د فراه د ولایتي شورا غړیو نن /سې شنبه/ تایید کړه چې وسله وال طالبان، چې د ایران له ملاتړه برخمن دي، د فراه ولایت د مرکز دروازو ته نژدې شوي دي.

د فراه د ولایتي شورا رييس جمیلې امیني وویل، طالبان د ښار په څو کیلومترۍ کې دي او که ژر کومکي ځواک دې ولایت ته ونه رسېږي ممکن د ولایت مرکز ونیسي.

تېر کال هم وروسته له دې چې د فراه پخواني والي اصف ننګ د بخش اباد بند د جوړولو د عملي کار د پیلولو لپاره قومي مشران د ملاتړ لپاره وروبلل، طالبان د فراه ښار تر لمنو او حتي د ښار تر ځینو برخو پورې ورسېدل.

د فراه پخواني والي په زغرده وویل چې طالبانو له ایران څخه یو ډول نوي راکټونه ترلاسه کړي او مړه او ټپیان یې ایران ته وړل کېږي.

د فراه اوسني والي هم ایران د وسله والو طالبانو په ملاتړ تورن کړی دی.

ویل کېږي چې ایران له یوې خوا په افغانستان کې د بندونو د مخنیوي لپاره او له بلې خوا د خپل اتومي پروګرام پر سر د ډانلډ ټرمپ د فشارونو له کبله پر امریکا د متقابل فشار په خاطر د طالبانو ملاتړ کوي.

د فراه د ولایتي شورا غړي فرید بختور وویل، طالبانو ته تازه وسلې په لاس ورغلي چې په هغو کې پرمختللي راکټونه او د شپې له لوري کارېدونکي دوربینونه شامل دي.

بختور، بې له دې چې د ایران نوم واخلي، وویل د سیمې استخباراتي ادارو طالبانو ته نوي وسلې ورکړي دي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.