“که طالبان د سولې هوکړې ته ژمن وي، باید اوربند ومني”

دآزادی راډیو

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، ولسمشر محمد اشرف غني او د هغه امریکايي سیال ډونالد ټرمپ په لیدنه کې دواړو مشرانو ټینګار کړی که چېرې طالبان د سولې هوکړه لیک ته ژمن وي، باید اوربند ومني.

ښاغلی ټرمپ چې تېره شپه په یوه ناڅاپي سفر افغانستان ته تللی و، په بګرام هوايي اډه کې له ښاغلي غني سره لیدلي. ډونالد ټرمپ، امریکايي پوځیانو ته د وینا پرمهال ویلي چې له طالبانو سره مذاکرات بیا پیل شوي دي.

ارګ وايي، دواړو ولسمشرانو ټینګار کړی چې له افغانستانه بهر دې د ترهګرو ځالې له منځه یوړل شي.

د جمهوري ریاست یوه ویاند دواخان مینه پال نن د جمعې په ورځ (قوس/لیندۍ ۸مه) ازادي راډیو ته وویل، ولسمشر غني او ولسمشر ټرمپ ویلي، په افغانستان کې د تلپاتې سولې د تامین لپاره دې طالبان اوربند ومني.

هغه وویل: “په دغه کتنه کې د امریکا ولسمشر له تروریزم سره په مبارزه کې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو پرمختګونه ستایلي دي او ولسمشر غني ته یې د افغانستان په ختیځ کې د داعش د ماتې له امله مبارکي ویلې. د دواړو هېوادونو ولسمشرانو ټینګار وکړ که چېرې طالبان د سولې هوکړې ته ژمن وي باید اوربند ومني.”

ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره شپه په پټه له فلوریډا څخه په خپله الوتکه کې افغانستان ته ولاړ. هغه په بګرام کې له امریکايي سرتېرو سره چې د شکرانې د جشن په مناسبت یې فیل مرغان او کچالو پاخه کړي وو، وخت تېر کړ.

ټرمپ په بګرام هوايي اډه کې امریکايي سرتېرو ته ویلي چې له طالبانو سره خبرې بیا پیل شوې دي.

نوموړي وویل: “ګورو چې دوی (طالبان) غواړي یوې موافقې ته ورسېږو. دا به یوه رښتینې موافقه وي، ځکه چې دوی دا موافقه غواړي. خو چې هره موافقه وشي، علت به یې دا وي چې تاسو (امریکايي پوځيان) خپله دنده ښه ترسره کړې. زه غواړم له تاسو او د افغانستان له سرتېرو مننه وکړم، ځکه تاسو راته ویل چې دوی ډېره ښه جګړه کوي.”
د امریکا ولسمشر وویل، امریکايي چارواکي چې له طالبانو سره ګوري نو د اوربند غوښتنه کوي او زیاته یې کړه چې طالبانو مخکې اوربند نه مانه، خو اوس یې غواړي.

ټرمپ همداراز تایید کړه چې دی به په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو شمېر چې د ۱۲ او ۱۳ زرو ترمنځ دی، ۸۶۰۰ ته راکم کړي.

د سپینې ماڼۍ د رسنیو د برخې د راپور له مخې ښاغلي ټرمپ ویلي، دی باور لري چې طالبان اوربند ته لېوالتیا لري.

ولسمشر محمد اشرف غني هم په بګرام هوايي ډګر کې امریکايي سرتېرو ته په وینا کې د هغوی له قربانیو مننه وکړه.

ښاغلي غني وویل: “غواړم له دې فرصت نه په استفادې د هغو امریکايي سرتېرو له کورنیو مننه وکړم چې په افغانستان کې یې خپل ژوند له لاسه ورکړی، ۲۲۹۸ امریکايي ښځو او نارینه و قرباني ورکړې، زموږ ملت به یې د تل لپاره قدرداني کوي او هغه به یاده ساتي.”

د امریکا ولسمشر تېر سپټمبر په کابل کې د طالبانو له یوې حملې وروسته له دې ډلې سره مذاکرات لغوه کړل.

د ټرمپ د څرګندونو په اړه مو له طالبانو سره تماس ونیو، خو هغوی ویل چې په دې اړه به دوی له سیاسي مشرانو سره له سلا مشورو وروسته نظر څرګند کړي.

دا افغانستان ته د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لومړی سفر دی، له دې وړاندې د امریکا پخوانی ولسمشر بارک اوباما په ۱۳۹۳هجري شمسي کال کې افغانستان ته راغلی و چې د بګرام په هوايي اډه کې خپل سرتېري وګوري، خو د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي یې لیدو ته نه و ورغلی.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.