کمېسيون: د سياستوالو له‌خوا د لويې جرګې تحريم، د جرګې پر مشروعيت تأثير نه‌لري

دآزادی راډیو

د سولې مشورتي لويه جرګه چې څلور ورځې دوام کوي، سبا دوشنبه په کابل کې پيلېږي.

د دې جرګې د جوړولو کمېسيون وايي، له ټولو ولايتونو به شا و خوا ٣٠٠٠ کسان په‌دې جرګه کې برخه واخلي چې ٣٠ فيصده به يې ښځې وي.

خو ځينو سياستوالو له وړاندې ويلي چې په‌دې مشورتي لويه جرګه کې برخه نه اخلي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي پرون په يوه اعلاميه کې ويلي، په اوسنيو شرايطو کې د دې جرګې دايرېدل لويې ملي اجماع ته د رسېدو لپاره ګټوره نه ګڼي.

حامد کرزي ويلي، څرنګه چې د دې جرګې په اړه په حکومت کې دننه د نظر توافق نه‌شته، ځينې لوى سياسي جريانونه، مخور، ديني عالمان، سياسي او مدني فعالان يې د اهدافو په اړه اندېښنې لري.
د سولې د مشورتي لویې جرګې ښځینه غړې: تمه ده چې دا جرګه ښه پایله ولري
اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله او د جمهوري رياست د راتلونکو ټاکنو ځينو نورو کانديدانو لکه محمد حنيف اتمر هم دغه مشورتي جرګه تحريم کړې ده.

پرون په کابل کې دوو نورو سياسي خوځښتونو هم دغه لويه جرګه تحريم کړه او د دوى استازو تور ولګاوه چې دا د حکومت له‌خوا د کمپاين يوه هڅه ده.

خو د مشورتي لويې جرګې د جوړېدو د کمېسيون مرستيال ضياالحق امرخېل وايي، دغه تحريمول، د مشورتي لويې جرګې پر مشروعيت تاثير نه‌لري.

دی وايي:

“دا د اساسي قانون لويه جرګه نه‌ده، په هغه جرګه کې د ګډون‌والو کټګورۍ مشخصې وې. که يوه کټګوري ګډون ونه‌کړي، د جرګې پر مشروعيت تأثير کوي. دلته د مشروعيت خبره دا ده هغه استازي چې په پام کې نيول شوي که هغوى ګډون ونه‌کړي، هلته يې پر مشروعيت تأثير کوي. غواړم افغانانو ته ډاډ ورکړم، هغه غړي چې ټاکل شوي دي، يوه هم د کوم سياستوال په خاطر بايکاټ نه‌دى کړى. ټول افغانان، د ټولو پرګنو او قومونو مشران په‌کې ګډون کوي.”

ښاغلى امرخېل وايي، بيا هم له ځينو سياستوالو سره چې لويه جرګه يې بايکاټ کړې ده، خبرې روانې دي.

د سولې مشورتي لويې جرګې د جوړولو کمېسيون يوه غړي عبدالرشيد ايوبي رسنيو ته ويلي، ځينو کسانو دا جرګه په‌دې خاطر تحريم کړې چې دوى غوښتل د دوى خپل کسان د جرګې غړيتوب ولري.
د سولې د مشورتي لویې جرګې په خاطر په کابل کې امنیتي تدابیر جدي شوي
د بېلابېلو سياستوالو او پخوانيو يا اوسنيو چارواکو له‌خوا د مشورتي لويې جرګې تحريمول، د ځينو څارونکو په باور جدي موضوع ده.

د سياسي مسايلو تحليل‌ګر محمد شفيق امين وايي، دا موضوع ښايي د جرګې پر مشروعيت تأثير وکړي:

“د سولې دغه مشورتي لويه جرګه به ډېره اغېزناکه نه‌وي، د دې جرګې سياسي او حقوقي مشروعيت تر سوال لاندې دى. زيات شمېر سياستوالو، ډلو او ګوندونو دغه جرګه تحريم کړې او د نه ګډون ګواښ يې کړى دى. خو له دې لارې کېداى شي حکومت له ځان سره د سولې په موضوع کې د ولس د يوې برخې غږ لري.”

رحيمه نيازۍ چې پرون د پکتيا له سيد کرم ولسوالۍ کابل ته رسېدلې، تمه لري چې مشورتي لويه جرګه به لاسته راوړنه ولري:

“ولسونه د هېواد له ۳۴ ولایتونو په ډېره لېوالتیا راغلي، موږ هیله مند یو چې دا جرګه به یو څه مثبته پایله ولري.”

په کابل کې د سولې مشورتي لويې جرګې لپاره چې د لويې جرګې په خېمه کې ترسره کېږي، کلک امنيتي تدابير نيول شوي او يوه اوونۍ رخصتي اعلان شوې ده.

وروسته له هغې چې د وري/حملې پر ٣١مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې بين‌الافغاني مذاکرې لغوه شوې، حکومت وويل تر دې وروسته ورته د سولې مشورتي لويه جرګه لومړيتوب لري.
سیما سمر: افغان ښځې باید د سولې په خبرو اترو کې اغېزمنه ونډه ولري
د سولې مشورتي لويه جرګه په‌داسې حال کې جوړېږي چې وسله‌والو طالبانو لا هم له افغان حکومت سره مخامخ مذاکرو ته چمتووالى نه‌دى ښوولى.

بل‌خوا ولسمشر محمد اشرف غني تېر ماښام د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خليل‌زاد سره د سولې پر موضوع خبرې وکړې.

جمهوري رياست په يوه اعلاميه کې ويلي چې دواړه لوريو يو وار بيا د بين الافغاني ډيالوګ پر احيا ټينګار وکړ او دا يې له طالبانو سره د مخامخ مذاکرو د پيل لپاره مهم وباله.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.