کمرنګه انتخاباتي مبارزې او د افغانستان د ولسمشرۍ انتخاباتو د ځنډېدو اندېښنې

آزادی راډیو

د انتخاباتي مبارزو کمزوري پیل د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د ځنډېدو اندېښنې راپیدا کړې دي.

د افغانستان د مشهورو تصویري رسنیو د بازار موندنې مسؤلینو ته ځینو نوماندانو ویلي ځکه خپل تبیلغاتي اعلانونه نه‌خپروي چې د انتخاباتو په ترسره کېدو شک لري.

که څه هم د دغو تصویري رسنیو د بازار موندنې مسؤلین نه‌غواړي د کومې ځانګړې انتخاباتي ډلې نوم واخلي، خو وايي په کابل کې د نوماندانو له لوري هېڅ تصویري رسنۍ ته د خپرېدو لپاره تبلیغاتي اعلانات نه‌دي ورکړل شوي په داسې حال کې چې په تېرو ولسمشریزو انتخاباتو کې د کمپاین له پیل سره سم د اعلانونو خپرېدل پیل شوي وو.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ فیفا مسؤلین هم د نوماندانو له لوري کمزوري انتخاباتي مبارزو او د امریکا او طالبانو ترمنځ ممکنه کېدونکي د سولې توافق ته په پام سره وايي چې دغه بهیر په انتخاباتو سیوری غوړولی دی.

د دې بنسټ اجرائیوي رئیس یوسف رشید د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د زمري ۰۹» ازادي راډيو ته وویل چې تر اوسه هم ځیني نوماندان په دې باوري نه‌دي چې انتخابات به وشي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ فیفا اجرائیوي رئیس یوسف رشید
د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ فیفا اجرائیوي رئیس یوسف رشید
ښاغلی رشید زیاتوي: “تاسې پوهېږئ چې اوس د سولې د خبرو اترو بهیر له طالبانو سره روان دی، او دا هیله هم کېږي چې له سپټمبر میاشتې وړاندې دواړه اړخونه یو جوړجاړي ته سره ورسېږي، خو اوس پوښتنه دا ده چې د سولې پروسه به په انتخاباتو څومره تأثیرات ولري، ایا ټاکنې به په خپل وخت ترسره کېږي، د طالبانو ګډون به په دې پروسه کې څنګه وي، ایا دوی به همدې پروسې سره یوځای کېږي یا هم د دوی لپاره به له سره کومه پروسه پیلېږي، همدا اندېښنې دي چې له ټولو سره موجودې دي.”

خو ښاغلي رشيد ټینګار کوي چې د ولسمشرۍ انتخابات باید په خپل وخت ترسره شي.

په قطر کې د طالبانو سره د سولې یوې ممکنه هوکړې ته رسېدو هم دا شکونه پیدا کړي چې ایا انتخابات به په ټاکلي وخت ترسره شي او کنه؟

یو شمېر شنونکي هم وايي چې ځیني کاندیدان د انتخاباتي کمپاینونو د پیل په اړه ځکه زړه نا زړه دي چې دوی د انتخاباتو د ترسره کېدو په اړه ډاډمن نه‌‌دي او ځیني فکر کوي چې ښايي انتخابات به د سولې د پروسې لپاره وځنډول شي.

بل‌خوا په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین له ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلي چې د افغانستان د جمهوري ریاست انتخابات د سولې پروسه زیانمنوي.

د نوموړي په وینا، د دوی په نظر تر “اشغال لاندې” انتخابات د ولس استازولي نه‌شي کولای او نه د افغانستان مسئله هوارولی شي.

خو له دې ټولو سره سره د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون پر خپل وخت د انتخاباتو په ترسره کېدو ټینګار کړی دی.

بل‌خوا د محمد اشرف غني په مشرۍ د دولت‌ساز انتخاباتي ټیم ویاند رضوان مراد هم ډاډ ورکوي چې په خپل وخت به انتخابات ترسره شي، خو د پڅو تبلیغاتو په اړه وايي چې کمپاین روان دی او ژر به په تصویري رسنیو کې هم اعلانات پیل شي.

ښاغلی مراد زیاتوي: “دا ډول اندېښنه نه‌شته چې ګوندې له ټلوېزیونونو سره په دې خاطر د اعلاناتو د نشر قرارداد نه‌کېږي چې انتخابات ځنډېږي اصلاً دغسې کوم بحث نه‌دی مطرح، بلکې انتخابات په خپل وخت ترسره کېږي او د ترسره کېدو لپاره‌يې ټول کارونه په سمه توګه پر مخ روان دي.”

په همدې حال کې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې انتخاباتي ټيم ویاند فریدون خوځون هم وايي چې د انتخاباتو د ترسره کېدو په اړه اندېښنه نه‌لري او دغه ټيم به ډېر ژر د خپل منشور د اعلان په هدف یوه ستره انتخاباتي غونډه جوړه کړي.

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې انتخاباتي ټيم ویاند فریدون خوځون
د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې انتخاباتي ټيم ویاند فریدون خوځون
ښاغلی خوځون زیاتوي: “ټولې هغه تبلیغاتي برخې چې په مبارزو کې ترې ګټه اخیستل کېږي فعالې دي، دا که له رسنیو سره خبرې دي او که د رسنیو له لارې د اعلاناتو خپرول موږ د انتخاباتو د ځنډ په اړه هېڅ شک نه‌لرو او انتخاباتي مبارزې مو په ښه شکل پر مخ روانې دي.”

خو د حنیف اتمر په مشرۍ د سولې او اعتدال انتخاباتي ټيم ویاند قادر شاه بیا وايي چې د انتخاباتي ټیمونو د شورا د پرېکړې له مخې يې خپل ټول کمپاینونه ځنډولي او حکومت ته‌يې د روانې اوونۍ تر پنجشنبې ورځې وخت ورکړی څو د انتخاباتو د شفافیت ډاډ ورکړي کنه دوی به انتخابات تحریم کړي.

د حنیف اتمر په مشرۍ د سولې او اعتدال انتخاباتي ټيم ویاند قادر شاه
د حنیف اتمر په مشرۍ د سولې او اعتدال انتخاباتي ټيم ویاند قادر شاه
خو د ولسمشر غني ویاندویانو پرله‌پسې دا ادعاوې رد کړي او ټینګار یې کړی چې حکومت د شفافو او عادلانه انتخاباتو ترسره کېدو ته کلک ژمن دی.

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.