کلیو پراختیا وزارت: پراختیایي شوراګانو سره د پروژو ۹۰ تړونونه وشول

 

دآزادی راډیو

د افغانستان د کلیو د پراختیا وزارت د څه باندې۶۰۰ میلیونو افغانیو په ارزښت د اوبو لګولو د ۹۰ پروژو د بیارغونې تړونونه له یو شمېر پراختیايي شوراګانو سره لاسلیک کړل.

د افغانستان د کلیو او پراختیا وزارت وايي، په دغو پروژو کې د اوبو لګولو د هغو۹۰ کانالونو جوړول شامل دي چې د لومړي ځل لپاره د ښاري ملي تړون د پروګرام له لارې، په درې ولایتونو کې پیلېږي.

د کلیو د پراختیا وزیر نصیر احمد دراني د سې شنبې په ورځ د دغو پروژو د تړونونو د لاسلیک کولو پر مهال وویل، د اوبو لګولو د دغو کانالونو له بشپړېدو سره به، په لوګر، کابل او پروان ولایتونو کې، سلګونه جریبه ځمکه خړوبه شي.

ده وویل، د دغو پروژو۱۰ سلنه به د خلکو او نوره به یې د حکومت او د کرنې د نړیوال پراختیایي صندق لخوا تمویلېږي.
ښاغلي دراني زیاته کړه:

“د کرنې د نړیوال پراختیايي صندوق له فنډ څخه په استفادې، موږ د پروان، لوګر او کابل ولایتونو کې چې د ده سبز، قره باغ، چهاراسیاب، برکي برک، پل علم، محمداغې، جبل السراج، او سید خېل سیمې پکې شاملې دي، ۹۰ کانالونه سروې او ډیزان کړي او شا اوخوا ۶۰۰ او ۲۶ میلیونه، ۵۳۰ زره او ۷۷۱ افغانۍ ورته په پام کې نیول شوې دي.”

ښاغلي درانی وویل، د دغو پروژو په بشپړېدو به په راتلونکو شپږو میاشتوکې، په کابل، لوګر او پروان ولایتونو کې، دوه لکه، ۵۹ زره، ۳۲۵ جریبه ځمکه خړوبه او زرګونو خلکو ته به پکې د کار زمینې برابرې شي.

د ده په خبره، په دغو پروژو یو میلیارد او ۱۶۶ میلیونه افغانۍ لګېږي چې ۹۰۰ میلیونه یې د کرنې د نړیوال پراختیايي صندق له خوا تمویلېږي.

د اقتصادي چارو پوهان انتقاد کوي چې په وروستیو کلونو کې چې د کلیو پراخیتا وزارت پراختیايي پروژې د ملي یووالي د پروګرام له لارې پلې شوي، په ښه توګه نه دي څارل شوي او نیمګړتیاوې پکې لیدل کېږي.
د دغو کارپوهانو له ډلې استاد مسعود ټینګار کوي چې د دغو پروژو د ښه پلې کولو لپاره په کارده چې ښه مدیریت شي او په ښه توګه وڅارل شي.

ښاغلي مسعود وویل:

“زما په اند، که دغه کار د اوبو او ځمکې په یوې لوېې ستراتیژۍ کې دننه تر سره شوی وای او د اوبو رسولو موضوع هم پکې شامله شوې وای، نو ښه به وه، ځکه د اوبو او برېښنا وزارت هم د اوبو پر موضوع کار کوي، ښه دا ده چې له درې واړو یو مثلث جوړ شي چې چارې ښه کنټرول شي او په کومو ځایونو کې چې کار کولی شوو، وېې کړو.”

د ښاغلي مسعود په خبره، پخوا تر دې ډېری پروژې د بېلابېلو دلایلو له امله په داسې ځایونو کې پلې شوي چې موثریت یې نه درلود.

خو د ولایتونو د پراختیايي پروژو د شوراګانو مسؤل تړون کوونکو ته ډاډ ورکوي چې د دغو پروژو په پلې کولو او ساتنه کې به لازمه همکاري وکړي.

راپور: خان محمد سیند

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.