کراکر: له طالبانو سره د سولې معامله د تسلیمۍ نخښه ده

 

تاند- په کابل کې د امریکا پخوانی سفیر راین کراکر وايي، په افغانستان کې له طالبانو سره احتمالي سوله دې ډلې ته د امریکا د متحدو ایالتونو د تسلیمۍ معنا لري.

واشنګټن پوسټ او واشنګټن اګزامینر ورځپاڼې وايي چې د امریکا او طالبانو په موافقه کې د اوربند غوښتنه شوې او کېدای شي له افغانستانه د ټولو امریکايي پوځیانو د وتلو لار هواره کړي، طالبان له دې راګرځوي چې د القاعده او اسلامي دولت ډلو ته پناه ورنه کړي او د افغانستان له خاورې پر نورو هیوادونو د حملو پلان جوړ نه کړي.

خو ښاغلی کراکر خبرداری ورکوي چې دا موافقه به یوه تېروتنه وي.

کراکر د ولسمشر اوباما د ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې په افغانستان کې سفیر و.
له ویتنام څخه ماتې خوړلي امریکايي پوځیان د وتلو په حال کې

کراکر په یوه لیکنه کې، چې د سې شنبې په ورځ /جنوري ۳۰/ په واشنګټن پوسټ ورځپاڼه کې خپره شوې، لیکلي «روانه پروسه له بده مرغه د ویتنام د جګړې په ترڅ کې د پاریس د سولې له خبرو سره ورته والی لري. د اوس په شان ښکاره وه چې د خبرواترو مېز ته په کښېناستلو سره موږ تسلیمېږو؛ موږ له دوی سره یوازې د خپلې تسلیمۍ پر شرطونو خبرې کولې. طالبان به ډېرې ژمنې وکړي، ځکه پوهېږي چې موږ به لاړ شو او دوی به راشي او بیا به دا امکان نه لرو چې دوی د خپلو ژمنو عملي کولو ته اړ باسو.»

کراکر همداراز لیکلي«پر چوکاټ (د مسودې) بې له دې چې د افغانستان حکومت پکې وبرخه ولري، سلا شوې ده. طالبانو تل ویلي چې له حکومت سره خبرې نه کوي، دوی د افغانستان حکومت د امریکا د اشغال په نتیجه کې یو ګوډاګی او غیرمشروع بولي. د طالبانو د دې غوښتنې په منلو، موږ (د افغانستان) حکومت، چې ملاتړ یې کوو، نامشروع کړی دی.»

کراکر دا څرګندونې د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د هغو خبرو په غبرګون کې کښلي چې ویلي یې و له طالبانو سره یې ګټوري او رغنده خبرې کړي دي.

د سې شنبې په ورځ د امریکا د سنا جرګې جمهوریپال مشر د جرګې له غړیو وغوښتل چې د متحدو ایالتونو له حکومته په کلکه وغواړي چې له سوریې او افغانستانه خپل ځواکونه ونه باسي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.