کابل کې چاودنې څلور کسان وژلي او څلور ټپیان دي

 

تاند – د کابل امنیه قومانداني وايي چې شپږمې حوزې کې د ملکي وګړو پر موټر چاودنې اته کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز وايي چې دا پېښه نن د ورځې څه کم دوه بجې د شپږمې حوزې اړوند چهار قلعه سیمه کې د ملکي وګړو پر یوه ټونس موټر باندې د ماین چاودنې له امله رامنځته شوې ده.

د نوموړي په خبره چې په دې چاودنه کې څلور تنه وژل شوي او څلور نور ټپیان دي، خو زیاتوي چې ښايي د تلفاتو په شمېر کې زیاتوالی راشي.

پولیس وایي چې ټپیان روغتون ته لېږدول شوي او روغتیایي حالت یې د ډاډ وړ دی.

تر اوسه د پېښې مسؤلیت کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه ده اخیسې.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.