کابل کې پرله‌پسې چاودنو ۱۱ تنه وژلي او ۴۵ تنه یې ټپیان کړي

دآزادی راډیو
په کابل ښار کې د پنجشنبې په ورځ درې پرله‌پسې چاودنې شوي چې ګڼه مرګ ژوبله یې اړولې.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې په‌دې پېښو کې لږ ترلږه ۱۱ تنه وژل شوي او ۴۵ تنه نور ټپيان دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې لومړۍ انتحاري حمله له موټر سایکله په استفادې سهار څه باندې اته بجې د کابل ښار د شپاړلسمې امنیتي حوزې اړوند د ملي بس په څلور لارې کې د کانونو او پټرولیم وزارت د کارکوونکو په کاسټر موټر وشوه.

د دې وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي چې دوهمه چاودنه هم په همدې سیمه کې رامنځته شوه، خو درېیمه چاودنه چې موټربم حمله د کابل د نهمې امنیتي حوزې اړوند په ډسپیچري سیمه کې ترسره شوه.

د ښاغلي رحیمي په وینا په‌دې ټولو پېښو کې ۱۱ ولسي وګړي وژل شوي او ۴۵ نور ټپيان دي:”په درې واړو ترورستي حملو کې چې نن سهار په شپاړلسمه او نهه امنیتي حوزه کې وشوې له بده‌مرغه ټول په‌کې ملکي کسان قرباني شول، په دواړو سیمو کې حملې طالبانو ترسره کړي دي او ملکیانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.”

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار ویلي دي چې په وژل شویو کې پنځه مېرمنې او یو ماشوم هم شامل دي.

په همدې حال کې د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرستې نرګس نهان په یوې اعلامیه کې ویلي دي چې ویلي یې دي چې دا انتحاري حمله د دې وزارت د کارکوونکو د انتقال په موټر شوې چې له امله يې د کانونو او پټرولیم وزارت اته کارکوونکي وژل شوي دي.

له دې وراخوا په تخار او ننګرهار کې هم د پنجشنبې په ورځ خونړۍ پېښې رامنځته شوي دي.

د تخار د ولایتي شورا مرستیال محمد اعظم افضلي ازادي راډيو ته ویلي چې د دې ولایت په یو شمېر پوځي پوستو طالبانو حملې کړي چې په‌کې لږ تر لږه ۳۲ افغان امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.

همدا شان د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوګیاڼي رسنیو ته په استولي پیغام کې ویلي دي چې د دې ولایت د خوګیاڼو په وزیرو سیمه کې د ملکیانو په یو ډاډسن موټر چاودنه شوې چې ۱۳ ملکیانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

نوموړي ویلي دي چې په پېښه کې د یوې کورنۍ چې یوه واده ته روان وو، شپږ مېرمنې او درې ماشومان وژل شوي او د موټرچلونکې په ګډون څلور نور ټپيان دي چې روغتیايي وضعیت يې هم نازک دی.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني دا حملې او چاودنې غندلي او ویلي یې دي چې د هېواد دښمنانو په‌دې حملو یو وار بیا وښوده چې له افغانانو سره دښمني لري.

د کابل ښار یو شمېر عیني شاهدانو له ازادي سره په خبرو کې د خپلو سترګو لیدلی حال بیان کړ.”زه دلته نانواي لرم، شل متره اخوا راته یو ډېر قوي چاودنه وشوه او موږ هم په کې زیان ولیده.

-زما نوم محمد الله دی، دا څلورمه چاودنه ده چې ماته په‌کې مالي زیات رسېږي ټول در په در او خاورې په سر ګرځي.

-زما نوم محمد اسماعیل دی یو وار دوړې شوې، ومې لیدل چې یو نفر شهید او بل زخمی دی، یو بهرنی نفر هم زخمي شوی وو او د بهرنیانو دوه موټرې هم ولاړې وې.”

وسله‌والو طالبانو د کابل د نهمې امنیتي حوزې د ډسپیچري سیمې د موټر بم حملې مسؤلیت منلی او ادعا يې کړې چې نهه بهرني عسکر په کې وژل شوي دي، خو کورنیو چارو وزارت وايي چې په‌دې پېښه کې هېڅ بهرني عسکر ته زیان نه‌دی رسېدلی.

د نورو دوه چاودونو مسولیت کومې وسله‌والې ډلې نه‌دی منلی.

په نږدې تېره یوه میاشت کې دا په کابل کې پنځمه امنیتي پېښه ده چې رامنځته کېږي.

تېره ورځ هم د کابل د ده سبز ولسوالۍ د تره خیلو تنګي سیمه کې انتحاري حمله وشوه چې له امله يې یو کروشیايي عسکر ووژل شو او دوه نور ټپيان شول.

له دې وړاندې د کابل پوهنتون دروازې ته څېرمه او له هغې وړاندې د دفاع وزارت د لوژستیک په ریاست ډله‌ییزې حملې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اړولې وه چې د ښوونځي یو شمېر ماشومان هم په‌کې وو.

تازه سر ته راوله زاړه سر ته راوله
د کابل امنیه قومانداني وايي چې نن سهار د کابل ښار د ۱۶مې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې لومړیو مکروریانو ته نږدې د ملي بس څلورلاري کې چاودنه شوې.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز ازادي راډیو ته وايي چې چاودنه د مقناطیسي ماین له امله وه او یو کاستر موټر یې په نښه کړی.

ښاغلي فرامرز وویل چې دغه پېښه تلفات لري، خو دا چې څو تنه وژل شوي او ټپیان دي جزئیات ورنه‌کړل.

دغه‌راز ښاغلي فرامرز ونه‌ویل چې په نښه شوی کاستر، شخصي و او یا هم کومې حکومتي ادارې پورې اړه لري.

تر اوسه د دغې پېښې مسؤلیت چا په غاړه نه‌دی اخیستی.

په کابل ښار کې نن پنجشنبه درېیو پرله‌پسې چاودونو لږ تر لږه ۱۱ کسان وژلي او ۴۵ نور یې ټپیان کړي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحيمي پر ټويټرپاڼه لیکلي چې په‌دغو حملو کې وژل شوي او ټپیان ټول ملکیان وو.

لومړی ځانمرګی برید د کابل ښار د ۱۶مې امنیتي حوزې د لومړیو مکروریانو د ملي بس په څلور لاره کې د کانونو او پټرولیم وزارت د مامورینو د انتقال پر کاسټر موټر وشو.

څو شېبې وروسته په همدې سیمه کې بله چاودنه هم وشوه.

د امنیتې چارواکو په وینا درېیمه پرله‌پسې چاودنه د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې په اړونده دسپیچري سیمه کې رامنځته شوې ده.

په درې واړو چاودنو کې د اوښتې مرګ ژوبلې شمېر لومړنی دی او د چارواکو په وینا د تلفاتو د شمېر د زیاتیدو بیره شته.

د طالبانو د ډلې ویاند ذبیح مجاهد د کابل په نهمه امنیتي حوزه کې د برید مسؤلیت منلی دی او رسنیو ته په استولي پیغام کې یې په‌دې چاودنه کې د نهو بهرنیانو د وژلو ادعا کړې ده.

خو افغان امنیتي چارواکو ويلي چې په‌دغو حملو کې وژل شوي او ټپيان ټول ملکيان دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار وايي چې د کابل ښار د نن ورځې د چاودنو د مرګ ژوبلې شمېر ۱۰ وژل شویو او ۴۱ ټپیانو ته ورسېد.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار وايي چې د کابل ښار د نن ورځې په چاودنو کې ۸ تنه وژل شوي او ۲۷ ټپیان دي.

دغه‌راز، افغان حکومت دغه حملې غندلي او وايي چې د افغانستان دښمنانو یو ځل بیا له افغانانو سره ښکاره دښمني ثابته او بشري جنایت ترسره کړ.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.