کابل کې له قرنطین سرغړوونکي جریمه او زندان ته استول کېږي

 

تاند، یکشنبه، د حمل ۱۷مه: وروسته له هغې چې په کابل کې د کورونا پېښې ۵۳ ته ورسېدې او د قرنطین له مقررې څخه سرغړونې زیاتې شوې، د کابل ولایتي ادارې خبرداری ورکړی چې له قرنطیني مقررې څخه سرغړوونکي به سخت مجازات شي.

د کابل والي یعقوب حیدري چې د کورونا د مخنیوي په اړه د اضطرار ولایتي کمېټې مشري هم پر غاړه لري وايي، سر له نن یکشنبې څخه یې په کابل کې په عامه تګ راتګ بندیزونه سخت کړي دي.

نوموړي ګواښ کړی هر څوک چې په ښار کې بې مورده ولیدل شي یا له کوره راووځي، د ساري ناروغیو د انتقال په جرم به لږتر لږه ۲۴۰ ډالر یا ۱۸ زره افغانۍ جریمه او زنداني شي: (( ک ولس احتیاط ونکړي نو یو یا دوه نفر به مړه نشي بلکې سلګونه زره کسان به مړه شي او هدیرو کې به ځای ونلرو.))

دا په داسې حال کې د چې په کابل کې د کورونا پېښې ۵۳ او ټول افغانستان کې ۳۳۷ ته رسېدلې دي.
کابل کې دغې ناروغۍ یو کس وژلی هم دی او له دوه ورځو راهیسې په کې لس – لس نوې پېښې ثبت شوې دي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.