کابل کې د طالبانو حملې ۵ کسه وژلي او ۹ یې ټپيان کړي

 

دامریکا غږ

نن سهار شاوخوا لس بجې د کابل ښار په نهمې امنیتي حوزې کې د عامې روغتیا څلورلارې ته نږدې د کابل بانک پر یوې نمایندګۍ ځانمرګی برید وشو.

د برید مسولیت طالبانو منلی دی او ویلي یې دي چې دوی پر هغو عسکرو او پولیسو برید کړی چې د بانک نه یې خپل معاشونه ایستل.

د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند بصیر احمد مجاهد امریکا غږ ته وویل چې په دې ځانمرګي برید کې ۵ تنه وژل شوي او ۹ نور ټپيان شوي دي.

د ښاغلي مجاهد پر وینا د بریدګر موخه په سیمه کې د کابل بانک نمایندګي وه.

د برید ځای ته نږدې د امریکا سفارت، د افغانستان ستره محکمه او د عامې روغتیا وزارت په ګډون یو شمیر نورې دولتي او خصوصي ادارې موقعیت لري.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې په پيښه کې ۴ کسه وژل شوي او اته نور ټپیان شوي دي.

د دغه وزارت د نړیوالو اړیکو رئیس او ویاند ډاکټر وحید مجروح امریکا غږ ته وویل “د پیښې له ځای څخه اته ټپیان او پنځه مړي د وزیراکبر خان روغتون ته لیږدول شوي دي”.

ښاغلي مجروح د پیښې د قُربانیانو د هویت په اړه جزئيات ورنکړل.

د پيښې یو عیني شاهد امریکا غږ ته وویل، چې د پولیسو درې رنجر موټرو او د ۱۰۱ دوه امبولانسونو په دې چاودنه کې ټپي شوي کسان د وزیر اکبرخان روغتون ته ولیږدول.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.