کابل کې د دفاع وزارت مخې ته ځانمرګي برید کې پنځه تنه وژل شوي

 

دامریکا غږ

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، چې ماسپښین څلور بجې او پنځه دقیقې یو ځانمرګي بریدګر چې پلی روان وو، ځان پورې تړلي چاودیدونکي توکې د یو دولتي موټر مخې ته چولي چې له امله یې پنځه تنه وژل شوي او د پنځو څخه ترلسو تنو پورې نورټپیان شوي دي.

د کورنیو چارو د وزارت د ویاند مرستیال نجیب دانش امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې په برید کې مړه او ټپیان ټول ملکي وګړي دي.

ښاغلي دانش وویل ” بریدګر پلی روان وو او د یو دولتي موټر مخې ته يې ځان پورې ټړلي چاویدونکي توکې چولي دي”.

د دې وړاندې د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند مرستیال امریکا غږ ته وویل، چې د دغه وزارت سره نږدې د کابل د پولیسو دوهمې امنیتي حوزې مخې ته په یو دولتي موټر باندې چاودنه شوې چې د لومړینو معلوماتو له مخې له امله یې یو تن ټپي کړی دی.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د خپرونو رئیس محمد اسمعیل کاووسي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې تراوسه د برید له ځایه دوه تنه د کابل امبولانس پواسطه روغتون ته لیږدول شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت دا نه دي ویلي چې د دې برید هدف څوک وو، خوپه ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شوو رپوټونو کې د برید هدف د جمهوري ریاست د ساتونکو موټر ښودل شوی دی.

تراوسه لا کومې ډلې د دې برید مسولیت نه دی اخیستی.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.