کابل کې حملې ۴ ملکیان وژلي ۳ افغانان او ۴ امریکايي سرتېري یې ټپیان کړي

دآزادی راډیو

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د کابل په نننۍ موټر بم حمله کې ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

دا وزارت وايي، پېښه د جمعې په سهار شاوخوا اته نیمې بجې د نهمې امنیتي حوزې اړوند د یکه‌توت په سیمه کې هغه مهال وشوه چې د بهرنیو ځواکونو یو کاروان له سیمې تېرېده.

د دغه وزارت ویاند نصرت رحیمي د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل:”په‌دغه پېښه کې څلور تنه ملکیان وژل شوي او درې نور هم ټپیان دي، دا چې په دغه پېښه کې د بهرنیو ځواکونو تلفات شته که‌نه‌شته، که شته څومره دي، دغه دوی له رسنیو سره شریکوي.”
بل‌خوا په کابل کې مېشت د امریکايي ځواکونو مطبوعاتي مسؤل رسنیو ته ویلي چې په‌دغه پېښه کې څلور امریکايي سرتیري برسیرن ټپیان شوي دي.

وسله‌والو طالبانو د دغې پښې مسؤلیت منلی.

دا په تېرو ۲۴ ساعتونو کې دوهمه انتحاري حمله ده چې په کابل ښار کې ترسره کېږي.د کابل په موټر بم حمله کې د امریکايي ځواکونو ۴ سرتېري ټپیان شوي

په کابل کې یوه موټر بم برید څلور کسان وژلي او اووه تنه نور ټپيان کړي دي. امریکايي ځواکونو تأیید کړې چې په ټپیانو کې د دوی څلور سرتیري هم شامل دي. په کابل کې د امریکايي ځواکونو د مطبوعاتو مسؤل با
تېره ورځ ماسپښین مهال په کابل کې په یوه انتحاري حمله کې د مارشال محمد قسیم فهم د پوځي اکاډمۍ محصلین او کارکوونکي په نښه شول.

په هغه پېښه کې شپږ کسان وژل شوي وو او شپږ نور ټپيان وو چې وروسته د پېښې مسؤلیت داعش ډلې ومانه.

له دغو پېښو سره په خوا کې په‌دې وروستیو دوو اونیو کې په کابل ښار کې د پولیسو په پوستو وسله‌والې حملې زیاتې شوي چې مرګ ژوبله هم لري.

د دغو پېښو تر ټولو وروستۍ یې دوه ورځې وړاندې د اتمې امنیتي حوزې اړوند کلاچې په سیمه کې و.

کابل ښاریان وايي، دا چې اختر ته د ګوتو په شمار ورځې پاتې دي، وروستیو ناامنیو اندېښمن کړي:”نوم مې احمدزی ده، له حکومته غواړم چې د دغو پېښو مخنیوی وکړي، انتحاري چې هرځای وغواړي په نښه کوي یې، موږ چې سهار له کوره وځو د خطر احساس کوو.

-نوم مې وکیل دی، انتحاري حملې او چاودنې زیاتې دي، هره ورځ کېږي څه وکړو، مجبور یو چې ځانونه ورسره عادت کړو، کله چې سهار ځو بېرته تمه نه لرو چې ژوندي به راشو.”

د امنیتي چارو افغان کارپوهان وايي، په کابل ښار کې د وسله‌والو او انتحاري حملو د زیاتوالي عوامل د کشفي او استخباراتي ادارو کمزورتیا په نښه کوي.

د امنیتي چارو کارپوه یوسف امین وايي، له حکومت سره دې په خوا کې عام خلک هم له امنیتي ادارو سره د حملو په مخنیوي کې مرسته وکړي.

راپور: رحمت‌الله افغان

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.