کابل پولیسو د “کاونټر پارت” پر مؤسسې د حملې په اړه استخباراتي اطلاع نه‌درلوده

دآزادی راډیو

“د کاونټر پارت پر مؤسسې د انتحاري او بیا وروسته ډله‌ییزې حملې په اړه له لا وړاندې هېڅ ډول استخباراتي اطلاع موجوده نه‌وه.”

که څه هم هر کال د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د روژې په میاشت کې د وسله‌والو مخالفانو په ځانګړې توګه د طالبانو حملې زیاتېږي، خو د کابل پولیس وايي چې د چهارشنبې په ورځ په یوې بهرنۍ مؤسسې د حملې په اړه‌یې مخکېنۍ استخباراتي اطلاع نه‌درلوده.

د کابل امنیه قوماندان سید محمد روشندل د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د غويي ۱۹» وايي چې استخباراتي بنسټونو په‌دې اړه له پولیسو سره هېڅ استخبارتي اطلاعات نه‌و شریک کړي.

د کابل په شهر نو سیمه کې د نننی برید تازه حال
The code has been copied to your clipboard.
<iframe src=”https://pa.azadiradio.com/embed/player/0/29928687.html?type=video” frameborder=”0″ scrolling=”no” width=”640″ height=”360″ allowfullscreen></iframe>

width
640
px height
360
px
په فېس بوک کې شريکول
په ټویټر کې شريکول
The URL has been copied to your clipboard
No media source currently available

0:00 0:01:18
0:00
دی زیاتوي:

“موږ ته داسې یوه اطلاع چې په ځانګړې توګه په خیریه مؤسسو باندې حمله کېږي نه‌وو رسېدلي، خو په عام شکل مو داسې اطلاعات ترلاسه کړي و چې په دولتي او غیر دولتي تأسیساتو حملې کېږي، خو په ځانګړې توګه چې په‌دې مؤسسې په اړه مو اطلاع نه‌درلوده او نه‌وو.”

د حملې په اړه د امنیتي بنسټونو بې‌خبري، د امنیتي او استخباراتي بنسټونو ناکامي بلل کېږي.

د ولسي جرګې غړی اسدالله شهباز وايي چې په‌دې اړه د مخکېنیو اطلاعاتو نه‌درلودل د پوښتنې وړ مسئله ده.

دی زیاتوي:

“خصوصاً د امنیتي او کشفي بنسټونو مسؤلیت تر پوښتنې لاندې دی چې څه ډول د ښار په منځ کې امنيتي پلټنې او امنیتي دروازې شته، خو بیا هم حمله کوونکي ځان هدف ته رسوي.”
تېره ورځ د کابل ښار په شهرنو سیمه کې پنځو انتحاري حمله کوونکو په کاونټر پارت مؤسسې حمله وکړه.

حمله کوونکي چې په سپکو او درنو وسلو سمبال وو، د دغې مؤسسې په داخل کې نږدې شپږ ساعته له افغان امنیتي ځواکونو سره وجنګېدل او بالاخره د امنیتي ځواکونو له لوري له‌منځه یوړل شول.

په‌دغه جګړه کې د کورنیو چارو د وزارت د ویاند نصرت رحیمي په وینا د ۵ پولیسو په ګډون نهه تنه ووژل شول او ۲۴ نور ټپیان شول.

له روژې یوه ورځ وړاندې اتو انتحاري حمله کوونکو د بغلان په امنیه قوماندانۍ حمله وکړه چې د دې ولایت د روغتیايي مسؤلینو په وینا په نتیجه کې يې لږ تر لږه ۲۰ تنه ووژل شول او له ۷۰ زیات ټپيان شول.

وسله‌والو طالبانو د دغې حملې مسؤلیت ومانه، خو پوښتنه دا ده چې​ ولې په روژه کې د افغانستان په ښارونو کې د طالبانو له لوري حملې زیاتېږي؟

طالب ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي، د عقیدتي دلایلو له مخې دغه ډله هر کال د روژې په میاشت کې خپلې حملې زیاتوي.

خو د پوځي چارو پوه عتیق‌الله امرخېل د دغو حملو د مخنیوي په اړه استخباراتي په ځانګړي ډول پر ملي امنیت نیوکه کوي او وایي چې کشفي او امنیتي بنسټونه باید په روژې میاشت کې خپل احضارات زیات کړي.
نوموړی زیاتوي:

“کله چې د روژې میاشت پیل شي، دغه خلک ځکه چې عقیدتي دي، نو په هر قیمت هر ځای ته ځانونه رسوي، دولت او بهرني ځواکونه باید په‌دغه میاشت کې په محاربوي او کشفي برخه کې خپل لومړي نمبر احضارات ولري.”

ازادي راډیو هڅه وکړه چې په‌دې اړه د استخباراتي بنسټونو په ځانګړي ډول د ملي امنیت له عمومي ریاست سره خبرې وکړي، خو بریالۍ نه‌شوه.

په ورته وخت کې د کابل د پولیسو قوماندان وایي، دا چې د دغې پېښې د مخنیوي په برخه کې د امنیتي مسؤلینو له لوري ناغېړي شوې که نه؟ په اړه‌یې څېړنې کېږي.

راپور: فېروزه عزیزي

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.