کابل پروسه: طالبانو ته د سولې د پلان مهم وړاندیزونه!

 

دازادی راډیو

د سولې د خبرو لپاره د یوه سیاسي چوکاټ په ترڅ کې وسله وال طالبان د یوې سیاسې ډلې په توګه په رسمیت پېژندل کېږي او خپل دفتر پرانیستلی شي.

اوربند به ټینګېږي او د طالبانو بندیان به خوشې کېږي.

د طالبانو نومونه به د نړیوالو له تورولېستونو لېرې کېږي او هغوی چې د سولې له بهیر سره یوځای کېږي امنیتي تدابیر به ورته نیول کېږي.

اشرف غني وویل حتی دې ته هم اماده دی چې د افغانستان پر اساسي قانون بیا کتنه وشي.
پخواني جنګیالي او کډوال به بېرته په ټولنه کې جذبېږي او کار به ورکول کېږي.

طالبان به هم د افغانستان دولت په رسمیت پېژني او د قانون واکمني ته به درناوی کوي.

دغه وړاندیزونه د سولې خبرو ته د طالبانو د حاضرېدو له غوښتونو سره څومره اړخ لګوي؟
وسله وال طالبان چې د افغانستان د دولت د جګړې مهم لوری دی، دغه دولت په رسمیت نه پېژني او تراوسه یې ورسره له خبرو کولو ډډه کړې او ویلي یې دي چې که د سولې خبرې کوې هغه به له امریکا سره وي نه د افغانستان له حکومت سره.
له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل د سولې د خبرو لپاره مهم شرط بولي.

د افغانستان اساسي قانون نه مني.

په افغانستان کې په خپل تفسیر د اسلامي نظام د ټینګښت غوښتونکي دي.

له دې مخکې وسله والو طالبانو ته د سولې په وړاندیزونو کې د افغانستان د حکومت اساسي غوښتنې:

“طالبان دې له جګړو لاس واخلي، وسله دې پرځمکه کېږدي او د القاعده په ګډون له ترهګرو ډلو سره دې اړیکې پرې کړي،د افغانستان اساسي قانون دې ومني.”

په افغانستان کې د ۲۰۰۱ کال په وروستیو کې د طالبانو د واکمنۍ له نسکورېدو راهیسې په دې هېواد کې د ښځو د حقونو په ګډون په ټولو برخه کې دې د لاس ته راوړنو درناوی وکړي.

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.