کابل له تماس ډلې نه وغوښتل چې د دې ناستې د راتلونکو غونډو مشري ورکړي

 

دآزادی راډیو

د شانګهای په سازمان کې د تماس ډلې په غونډه کې د افغان پلاوي دا وړاندیز ومنل شو چې په راتلونکي کې د دغو غونډو مشترکه مشري افغانانو ته وسپارل شي.

دا موافقه په داسې وخت کې شوې ده چې تمه ده په څو راتلونکو ورځو کې په عمان کې د شانګهای د دوه غړي هېوادونو او د کابل او واشنګټن استازي غونډه وکړي.

په مسکو کې د شانګهای په سازمان کې د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي مرستیال د تماس د ډلې غونډې ته وړاندیز وکړ چې د دغو غونډو ګډه مشري دې په راتلونکي کې افغانانو ته وسپاري
حکمت خلیل کرزي وویل چې د دې غونډو اصلي هدف له افغانستان سره د همکاریو زیاتېدل دي او یو هدف هم دا دی چې د هغو ګواښونو مخه ونیول شي چې افغانستان او سیمه ورسره لاس او ګرېوان دي.

د غونډې اکثر برخه‌والو د افغانستان دا وړاندیز ومانه.

د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي استاد نصر الله ستانکزي ازادي راډیو ته وویل چې د افغانستان لپاره دا یوه لاسته راړونه ده.
نوموړي زیاته کړه:

“د افغانستان په مسایلو کې تر ټولو اساسي مسئله د سولې ده، افغانانو هم دا مطرح کړې او نړۍ هم له دې سره موافقه ده چې د سولې د هر راز خبرو مالکیت باید د افغانانو وي، زه فکر کوم که چېرته د تماس د غړو هېوادونو ریاست د افغانانو په لاس کې ولوېږي دا به ډېره ښه وي، ځکه چې یو لور ته افغانان په خپلو مسایلو ښه پوهېږي، په خپلو منافعو ښه پوهېږي، له بلې‌خوا د دې مسئلې اهمیت په دې کې دی چې د افغانستان اعتبار په نړیوالو موضوعاتو کې ورسره لوړ ځي.”

د تماس ډلې په غونډه کې افغان پلاوي د شانګهای سازمان له غړو هېوادونو وغوښتل چې له خپل نفوذ څخه استفاده وکړي چې وسله‌والې ډلې د سولې خبرو اترو ته چمتو کړي.

د افغان پلاوي مشر حکمت خلیل کرزي د افغانانو په مشرۍ د سولې او روغې جوړې د خبرو پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې‌ویل چې ترورېزم ټولو ته ګډ ګواښ دی، نو باید په ګډه‌یې مخه ونیسو.

د شانګهای سازمان د تماس ډلې غونډې ته افغان پلاوي وړاندیز وکړ چې د سولې د خبرو مشري باید افغانان وکړي.

بل لور تمه ده چې د شانګهای سازمان دوه غړي هېوادونه چین او پاکستان خپل استازي راتلونکې اوونۍ عمان ته ولېږي.

د دغو دوو هېوادونو، افغانستان او امریکا استازي به د عمان په مرکز مسقط کې د سولې غونډه د دوشنبې په ورځ وکړي.

د سولې د دې غونډې په اړه روېټرز اژانس د افغانستان د سولې د عالي شورا د غړي محمد امین وقاد په وینا خبر ورکړی دی چې طالبان به ښايي په دې غونډه کې برخه واخلي..
د همدې اژانس په وینا تر اوسه طالبانو ته په رسمي ډول په دې غونډه کې د ګډون بلنه نه‌ده ورکړل شوې، خو روېټرز اژانس ته د طالبانو دوو مشرانو چې د نومونو له اخیستو یې ډډه کړې ده، ویلي دي چې طالبانو په خپله غونډه کې د سې شنبې په ورځ پرېکړه وکړه، که چېرته دعوت هم شي د مسقط غونډې ته استازي نه‌لېږي.

تر دې مخکې روان کال داسې راپورونه خپاره شوي وو چې طالبانو خپل استازي د سولې د خبرو لپاره چین ته لېږلي دي.

په مسکو کې پرون د تماس په غونډه کې چین وړاندیز وکړ چې ورته بله غونډه به د جنوري په لومړیو کې په چین کې جوړه شي، د غونډې ټولو برخه‌والو د دې وړاندیز هرکلی وکړ.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.