ښکېلې خواوې دې د ملکیانو ژوند ته پام وکړي

 
تاند- د ملګروملتو تر سیوري لاندې د غونډو برخوالو د افغانستان په جګړه کې له ټولو ښکېلو خواوو وغوښتل چې لا ډېرې هلې ځلې وکړي چې د ملکیانو ژوند ته خطر پېښ نه شي.

په افغانستان کې د ملګروملتو د مرستندوی دفتر (یوناما) له شمېرنو سره سم په ۲۰۱۷ م کال کې تر ۱۰ زره زیات ملکي افغانان وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

د افغانستان د حکومت، د ښځو د ټولنو، د افغانستان د بشري حقونو د کمیسیون، مدني ټولنو او د مذهبي موسسو استازو د ملګروملتو تر چتر لاندې د بحثونو د لړۍ په غونډو کې پرون /یکشنبه/ د افغانستان د روانې جګړې پر اغېزو خبرې وکړې.

د غونډې برخوالو د افغانستان له حکومت او وسله والو مخالفانو وغوښتل چې نړیوالو بشري قوانینو، بشري حقونو او د مهاجرو حقونو ته پر خپلو ژمنو ودرېږي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.