ژوندی په کابل کې د سولې مشورتي لویې جرګې دوهمه ورځ

 

نن د سې شنبې په ورځ د سولې مشورتي لويې جرګې د اداري پلاوي غړي ټاکل کېږي.

د افغانستان د سولې مشورتي لویه جرګه د غونډې په لومړۍ ورځ ونه‌توانېده چې خپل اداري پلاوی وټاکي.

د دې جرګې د یو شمېر ګډونوالو په وينا، هغه مهال د پلاوي د غړو د ټاکل کېدو پر سر اختلافات رامنځته شول چې ټاکل شوې وه د دې پلاوي ټول اته غړي له دې پرته خپل کار پیل کړي چې د ټاکل کېدو په اړه‌یې د رأیو صندوق کېښودل شي.

فاطمه عزیز د سولې د مشورتي لويې جرګې له ګډونوالو یوه ده.

د سولې مشورتي لویې جرګې لومړۍ ورځ

دې پرون ماښام له ازادي راډيو سره د جرګې د اداري پلاوي د ټاکل کېدو د ځنډ په اړه داسې وويل:

“تر ويناوو وروسته ټاکل شوې وه چې د جرګې اداري پلاوی د بېلګې په توګه مرستيالان او منشيان انتخاب شي او وروسته د کمېټو کار پیلېده، خو کله چې د اداري پلاوي د بشپړېدو پر لور لاړل، په انتصابي توګه‌یې يو ټيم معرفي کړ چې باید هغوی د جرګې مرستيالان او منشيان شوي وی، دا خبره د جرګې د یو شمېر غړو له‌خوا له مخالفت سره مخامخ شوه او هغوی وغوښتل چې د اداري پلاوي کسان باید انتخاب شي.”

د سولې د لویې جرګې جوړوونکی کمېسیون وايي، د وخت له ضايع کېدو د مخنیوي په خاطر پرېکړه وشوه چې د جرګې د اداري پلاوي د غړو د ټاکنې لپاره رأیې ورنه‌کړل شي.

د دې کمېسیون وياند سید علي کاظمي پرون د دوشنبې د ورځې په ماښام ازادي راډيو ته په دې اړه داسې وويل:

“له دې خاطره چې لږ وخت ونيول شي او د افغانستان له بېلابېلو قومونو څخه څلور مرستيالان او څلور منشيان په نظر کې نیول شوي وو، په لاس پورته کولو سره له ښه مرغه وټاکل شول، خو په پای کې د کندهار او یو شمېر نورو ولایتونو استازو اعتراض وکړ.”

ښاغلي کاظمي زياته کړه چې نن د سولې د مشورتي لويې جرګې د اداري پلاوي د غړو د ټاکلو لپاره د رأيې ورکولو صندوق ايښودل کېږي.

ده وويل چې نن به د اداري پلاوي له ټاکل کېدو وروسته کاري کمېټې جوړې شي.

د سولې د لویې جرګې د جوړوونکي کمېسیون ویاند سید علي کاظمي

​نوموړي زیاته کړه:

“بېلابېلې ۵۰ يا ۵۲ کسیزې کمېټې به جوړې شي چې د خلکو درنو استازو ته به په همدې چوکاټ کې ځای ورکړل شي، دوی به هم خپلې ټاکنې ولري او په انتخابي توګه به رئیس، مرستيال او منشي ولري او هغه بحثونه چې له طالبانو سره د مذاکراتو، د مذاکراتو د چوکاټ او د مذاکراتو د حدودو په اړه کېږي، راټول کړای شي او د جرګې په وروستۍ ورځ به د سولې مشورتي لويې جرګې اداري پلاوي ته وړاندې کړي.”

د سولې د لويې جرګې په رامنځته کېدو اصلي هدف له طالبانو سره د افغان حکومت د خبرو لپاره د چوکاټ جوړول دي.

دا جرګه پرون دوشنبه په کابل کې د کلکو امنیتي تدابیرو پر مهال جوړه شوه او تر پنجشنبې به دوام وکړي.

د دې جرګې د جوړولو کمېسیون وايي چې څه باندې درې زره کسانو په دې جرګه کې ګډون وکړ.

د دې کمېسیون په وينا، شااوخو ۳۰ فیصده ګډونوال‌یې ښځې دي.

د سولې د مشورتي لويې جرګې رئیس عبدرب رسول سیاف پرون دوشنبه هيله څرګنده کړه چې هغه کسانو چې په دې جرګه کې يې له ګډونه ډډه کړې ده، په وروستۍ ورځ ګډون وکړي.

۱۲ انتخاباتي ټیمونو د يکشنبې په ورځ په ګډه اعلاميه کې په دې جرګه کې ګډون رد کړ.

دوی د سولې مشورتي جرګه د ولسمشر محمد اشرف غني او د انتخاباتو د ۱۸ کانديدانو د کمپاین برخه وبلله، خو ولسمشر غني د دې جرګې په پرانیسته کې دا ادعاوې رد کړې.

د سولې د مشورتي لویې جرګې ډېری تحریموونکي ګوندونه، انتخاباتي ټیمونه او سیاسي څېرې وايي، له غوښتنو سره سره بیا هم په‌دغه جرګه کې ګډون نه‌کوي.

ددې جرګې ډېری تحریم کوونکي د دغې جرګې د رئیس عبدالرب رسول سیاف غوښتنې ته په غبرګون کې زیاتوي چې د تحریم په اړه د دوی پریکړه لا پرځای دی.

د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سلاکار حکمت صافي د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دوی دغه پرېکړه په شعوري ډول کړې ده.

نوموړی وايي:

“د جرګې د تحریم پرځای چې کومه پریکړه شوې پرځای ده، تحریم په شعوري توګه شوی، موږ د داسې غونډو اوس او بیا هم خلاف یو، د جرګو دود ته احترام لرو، د جګړو ختمول غواړو، جرګې باید شخصي نه‌شي.”

د سولې مشورتي لویه جرګه چې تېره ورځ پيل شوه، له ټول افغانستانه ۳۲۰۰ کسانو په‌کې ګډون کړی او ټاکل شوې چې د راتلونکې پنجشنبې په ورځ پای ته ورسېږي.

د حکومت اجرائیه رئیس.
پخوانی ولسمشر.
د حزب اسلامي رهبر ګلبدین حکمتیار.
جمهوري ریاست انتخاباتو ته کاندید حنیف اتمر
او د ولسمشرۍ د راتلونکو انتخاباتو د ۱۲ اتنخاباتي ټیمونو جرګه تحریم کړې ده.
د دغې جرګې رئیس عبدالرب رسول سیاف د جرګې په لومړۍ ورځ له تحریم کوونکو وغوښتل چې بېرته په جرګه کې ګډون وکړي:

“هغه دوستان چې نشته هغوی هم راځي، ډاکټر صاحب عبدالله د سولې مینه‌وال دی، واړه واړه نزاکتونه چې د کار په برخه کې لرو هغه حلېږي، تاسې ډاډه اوسئ، له دې ځایه پرې غږ کوم چې د جرګې په وروستۍ ورځ دلته تشریف راوړي.”

خو د حنیف اتمر په مشري د سولې او اعتدال انتخاباتي ټیم ویاند قادرشاه وايي چې دغه جرګه کمپایني بڼه لري، نو ځکه ورکې برخه نه اخلي.

نوموړی وايي:

“موږ په‌دې مرحله کې په جرګه کې ګډون نه‌کوو، ځکه د جرګې اهداف کمپایني دي او همداشان د بین‌الافغاني مذاکراتو د جوړېدا خنډ ګرځي.”
بل‌خوا د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي وايي چې دغه جرګه د فرمایشي ده، د ستونزو د حل پرځای ستونزې رامنځته کوي.

د دغه ګوند د مطبوعاتي ټیم غړی فضل غني حقمل وايي، هېڅکله به هم حزب‌اسلامي په‌دغه جرګه کې ګډون ونه‌کړي.

دی وايي:

“دا جرګه یوه فرمایشي جرګه ده، نه یوازې ستونزې نه‌شي حلولای بلکې ستونزې نورې هم ډېروي، حزب اسلامي به په جرګه کې ګډون ونه‌کړي.”

د پخواني ولسمشر حامد کرزي دفتر تر اوسه په‌دې اړه څه نه‌دي ویلي.

خو د لویې جرګې د جوړېدونکي کمېسیون د دارلانشاء مرستیال ضیاالحق امرخېل دغه څرګندونې ردوي او وايي چې دغه جرګه د سولې د مشورې لپاره راغوښتل شوې او یوازې به حکومت ته د سولې په اړه مشورې ورکوي.

EMBED SHARE
غني: لویه جرګه له طالبانو سره د مذاکرې چوکاټ او حدوډ ټاکي
EMBED SHARE
The code has been copied to your clipboard.

<iframe src=”https://pa.azadiradio.com/embed/player/0/29910833.html?type=video” frameborder=”0″ scrolling=”no” width=”640″ height=”360″ allowfullscreen></iframe>

width
640
px height
360
px
په فېس بوک کې شريکول
په ټویټر کې شريکول
The URL has been copied to your clipboard

https://pa.azadiradio.com/a/29910833.html

No media source currently available

0:00 0:01:24
0:00
مستقیم لېنک
ولسمشر محمد اشرف غني تېره ورځ د جرګې په پرانېست غونډه کې وویل چې د تحریم کوونکو په اړه څه نه وايي، قضاوت خلکو ته پریږدي او دا یې هم وویل چې دا جرګه کمپایني بڼه نه‌لري او که دا نیت یې درلود نو، نوم یې پرې لویه جرګه نه کېښود
نن د سې شنبې په ورځ د سولې مشورتي لويې جرګې اداري پلاوي غړي ټاکل کېږي.

د افغانستان د سولې مشورتي جرګه د غونډې په لومړۍ ورځ ونه توانېده چې خپل اداري پلاوی وټاکي.

د دې جرګې د یو شمېر ګډونوالو په وينا، هغه مهال د پلاوي د غړو د ټاکل کېدو پر سر اختلافات رامنځته شول چې ټاکل شوې وه د دې پلاوي ټول اته غړي له دې پرته خپل کار پیل کړي چې د ټاکل کېدو په اړه یې د رأیو صندوق کېښودل شي.

فاطمه عزیز د سولې د مشورتي لويې جرګې له ګډونوالو یوه ده. دې پرون ماښام له ازادي راډيو سره د جرګې د اداري پلاوي د ټاکل کېدو د ځنډ په اړه داسې وويل:

“تر ويناوو وروسته ټاکل شوې وه چې د جرګې اداري پلاوی د بېلګې په توګه مرستيالان او منشيان انتخاب شي او وروسته د کمېټو کار پیلېده، خو کله چې د اداري پلاوي د بشپړېدو پر لور لاړل، په انتسابي توګه یې يو ټيم معرفي کړ چې باید هغوی د جرګې مرستيالان او منشيان شوي وای، دا خبره د جرګې د یو شمېر غړو له خوا له مخالفت سره مخامخ شوه او هغوی وغوښتل چې د اداري پلاوي کسان باید انتخاب شي.”

د سولې د لویې جرګې جوړوونکی کمېسیون وايي، د وخت ضايع کېدو د مخنیوي په خاطر پرېکړه وشوه چې د جرګې د اداري پلاوي د غړو د ټاکنې لپاره رأیې ورنه کړل شي.

د دې کمېسیون وياند سید علي کاظمي پرون د دوشنبې د ورځې په ماښام ازادي راډيو ته په دې اړه داسې وويل:

“له دې خاطره چې لږ وخت ونيول شي او د افغانستان له بېلابېلو قومونو څخه څلور مرستيالان او څلور منشيان په نظر کې نیول شوي وو، په لاس پورته کولو سره له ښه مرغه وټاکل شول، خو په پای کې د کندهار او یو شمېر نورو ولایتونو استازو اعتراض وکړ.”

ښاغلي کاظمي زياته کړه چې نن د سولې د مشورتي لويې جرګې د اداري پلاوي د غړو د ټاکلو لپاره د رأيې ورکولو صندوق ايښودل کېږي.

ده وويل چې نن به د اداري پلاوي له ټاکل کېدو وروسته کاري کمېټې جوړې شي.

نوموړي زیاته:

د سولې د لویې جرګې د جوړوونکي کمېسیون ویاند سید علي کاظمي

​”بېلابېلې پنځوس يا دوه پنځوس کسیزې کمېټې به جوړې شي چې د خلکو درنو استازو ته به په همدې چوکاټ کې ځای ورکړل شي، دوی به هم خپلې ټاکنې ولري او په انتخابي توګه به رئیس، مرستيال او منشي ولري او هغه بحثونه چې له طالبانو سره د مذاکراتو، د مذاکراتو د چوکاټ او د مذاکراتو د حدودو په اړه کېږي، راټول کړای شي او د جرګې په وروستۍ ورځ به د سولې مشورتي لويې جرګې اداري پلاوي ته وړاندې کړي.”

د سولې د لويې جرګې په رامنځته کېدو اصلي هدف له طالبانو سره د افغان حکومت د خبرو لپاره د چوکاټ جوړولو دي.

دا جرګه پرون دوشنبه په کابل کې د کلکو امنیتي تدابیرو پر مهال جوړه شوه او تر پنجشنبې به دوام وکړي.

د دې جرګې د جوړولو کمېسیون وايي چې څه باندې درې زرو کسانو په دې جرګه کې ګډون وکړ.

د دې کمېسیون په وينا، شااوخو دېرش فیصده ګډونوال یې ښځې دي.

د سولې د مشورتي لويې جرګې رئیس عبدرب رسول سیاف پرون دوشنبه هيله څرګنده کړه چې هغه کسانو چې په دې جرګه کې يې له ګډونه ډډه کړې ده، په وروستۍ ورځ ګډون وکړي.

۱۲ انتخاباتي ټیمونو د يکشنبې په ورځ په ګډه اعلاميه کې په دې جرګه کې ګډون رد کړ.

دوی د سولې مشورتي جرګه د ولسمشر محمد اشرف غني او د انتخاباتو د اتلسو کانديدانو د کمپاین برخه وبلله، خو ولسمشر غني د دې جرګې په پرانیسته کې دا ادعاوې رد کړې.

۱۸:۱۹۹.۲.۱۳۹۸
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د لویې جرګې د پرانیستو په مراسمو کې پر افغان سیاستوالو ټینګار وکړ چې خپلې وړې ګټې دې د لویو ملي ګټو لپاره یوې خواته کړي.

نوموړي هغو سیاستوالو ته په خطاب کې چې دا لویه جرګه یې تحریم کړې، وویل چې د جګړې پېټی د بېوزلو افغانانو پر شا دی، نه د سیاسي څېرو.

ولسمشر غني د ده د سیاسي مخالفانو انتقادونو ته په اشارې ټینګار وکړ چې مشورتي لویه جرګه یې د انتخاباتي کمپاین هڅه نه ده.

بل خوا د افغانستان د مشورتي لویې جرګې د جوړولو د کمېسيون رئیس محمد عمر داودزی وايي، د سولې په دې مشورتي جرګه کې ۳۲۰۰ کسان د غړو په توګه برخه لري.

ښاغلي داودزي چې د مشورتي لویې جرګې په پرانیسته کې یې وینا کوله، وویل چې د دې جرګې یو غړی د جرګي د غړیتوب لپاره تر انتخاب وروسته وژل شوی دی.

د نوموړي په وینا، د دې مشورتې جرګې د ۳۲۰۰ غړو تر څنګ د پرانیستې په مراسمو کې یې ۳۰۰ مېلمنو چې په کې دولتي چارواکي او د بهرنیو هېوادونو ډیپلوماتان شامل دي، برخه اخیستې.

که څه هم طالبانو لویه جرګه تحریم کړې، خو ښاغلي داودزي په خپله وینا کې له دې ډلې مننه وکړه او ویې ویل چې دا ډله مشورتي لویې جرګې ته د خلکو د راتګ په مخ کې خنډ شوې نه ده.

د سولې په تړاو د ولسمشر غني له خوا په دې وربلل شوې جرګه کې په ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو د استازو په شمول، تر درې زرو زیات کسان برخه لري چې په سلو کې دېرش سلنه برخه یې ښځې دي.

ټاکل شوې چې د دې مشورتي جرګې غړي به په راتلونکو څلورو ورځو کې په لسګونو کاري کمېټو له طالبانو سره د سولې په تړاو کار وکړي.

یو شمېر سیاسي څېرو لکه اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله، پخواني ولسمشر حامد کرزي، د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار او د ولسمشرۍ د څوکۍ ۱۲ کاندیدانو دا جرګه تحریم کړې ده.

۱۷:۲۶۹.۲.۱۳۹۸
له طالبانو سره د سولې د چوکاټ او حدودو د ټاکلو په هدف د سولې مشورتي لویه جرګه نن په کابل کې پرانیستل شوه.

ولسمشر غني او د جرګې ګډ‌ونوال تر یوې خېمې لاندې راټول شوي چې له طالبانو سره د سولې د خبرو په لارو چارو خبرې وکړي.

ښاغلي غني د سولې مشورتي لویه جرګه د خپلو سیاسي مخالفانو او په حکومت کې دننه د سوله غوښتونکو له مخالفتونو سره هم مهاله جوړه کړې ده.

افغان ولسمشر د سولې د مشورتي جرګې د پرانیستې مراسمو ته وویل چې د سولې د مشورتي لویې جرګې هدف د سولې لپاره د چوکاټ او حدودو ټاکل دي.

د سولې د مشورتي لویې جرګې د پرانیستې د مراسمو یو انځور

ښاغلي غني دغه شان وویل چې د افغانستان د سولې د مشورتي جرګې غړي یوازې د شپږو میاشتو لپاره د افغانستان مسیر نه، بلکې دی هیله مند دی چې دغه جرګه د راتلونکې یوې پېړۍ لپاره دا مسیر وټاکي.

ده وویل:

“ولې مشورتي لویه جرګه؟ ځکه چې له طالبانو سره د سولې چوکاټ او حدود وټاکو، تاسې د ملت منتخب استازي دا حدود ټاکئ، نه عالي رتبه دولتي مامورین، له دې امله چې سوله تعریف شي او او ورته د رسېدلو څرنګوالی تر بحث لاندې ونیول شي، د افغانستان جمهوریت به د خلکو د نظریاتو په رڼا کې د سولې تګلاره جوړه او بشپړه کړي او هڅه به وکړي چې ټولې دولتي سرچینې او امکانات یې د عملي کولو لپاره وکاروي.”

د سولې په مشورتي جرګه کې د افغانستان له ټولو ولایتونو او دغه شان په ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو د استازو په ګډون ۳۲۰۰ کسانو ګډون کړی دی.

ټاکل شوې چې دا جرګه څلور ورځې یعنې تر راروانې پنجشنبې ورځې پورې دوام وکړي.

د جرګې ګډون کوونکي به په ۵۱ کمېټو کې تر بحثونو او ګروپي کارونو وروسته له طالبانو سره د سولې د چوکاټ او حدودو په اړه خپلې مشورې او نظریات له حکومت او د جرګې په وروستۍ ورځ به پایلې په یوه پرېکړه لیک کې له خلکو سره شریکې شي.

په دغه جرګه کې د ښځو شمېر دېرش سلنه دی او ولسمشر غني وايي، تمه لري چې دوی په بېلابېلو کمېټو کې فعال حضور ولري.

د سولې په مشورتي لویه جرګه کې د ګډونوالو ښځو یو انځور

ښاغلي غني به خپلو نننیو خبرو کې پاکستان هم مخاطب کړ او ویې ویل چې افغانستان له بې سارو او انعطاف وړ طرحو په ښودلو سره په وار وار ګاونډیو هېوادونو په ځانګړي ډول پاکستان ته مراجعه کړې.

د ښاغلي غني په وینا، کابل په څو ځلي اسلام اباد ته دا ویلي چې له جګړو او تاوترخوالي هېڅ لوری ګټه نه کوي.

نوموړي زیاته کړه:

“افغانان ستاسې ښه دوستان کېدلای شي، خو هېڅ کله به هم چاسره نا برابرې اړیکې ونه پالي، هر څه ته حاضر یوو، خو د خپل اقتدار او خپلواکۍ قربانۍ ته نه، که غواړئ مونږ سره ملګرتیا ولرئ او په وړاندې مو کوم ګواښ نه وي، مونږ په خدمت کې یوو، خو که غواړئ چې د نرم جنګ او تاوتریخوالي له لارې مونږ بې خاصیته کړئ، دا کار امکان نه لري.”

د سولې مشورتي لویه جرګه په داسې حال جوړېږي چې د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په ګډون یو شمېر سیاسي څېرو لکه پخواني ولسمشر حامد کرزي، د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار او د راروانو ولسمشریزو انتخاباتو لپاره دولسو کاندیدانو دا جرګه غیر قانوني بللې او تحریم کړې یې ده.

یو شمېر دغو سیاسي څېرو ویلي چې د مشورتي لویې جرګې یو هدف د ولسمشر له خوا انتخاباتي کمپاین دی.

خو ولسمشر محمد اشرف غني په خپلو نننیو څرګندونو کې د دوی دا خبرې هم بې ځوابه پرې نښودې او ویې ویل:

“زه په هغوی چې نه دي راغلي خبرې نه کوم، تاسې قضاوت وکړئ، د جګړې بار بېوزله خلک په اوږو وړي، نه سیاسي نخبګان، زه دلته کمپاین ته نه یم راغلی، که کمپاین مې غوښت، نوم مې ورته لویه جرګه نه کېښود.”

د سولې مشورتي لویه جرګه یوازې د ښاغلي غني په خبرو نه خلاصه کېږي.

نوموړي جهادي رهبر عبدرب رسول سیاف د دغې جرګې د رئیس په توګه وټاکه.

ښاغلی سیاف د مشورتي لویې جرګې پایلو ته هیله مند دی او وايي، سوله راتلونکې ده.

جهادي رهبر او د سولې د مشورتي جرګې مشر عبدرب رسول سیاف

ده وویل:

“مونږ د پخلاینې پر لور ځو، سوله به حتمي راولو، که څوک غواړي که نه، سوله به راولو، په دې کې احتیاط هم کوو چې خدای مه کړه په ناپوهۍ یا د تېروتنې له امله زمونږ قدم د ملک د وېشلو لامل ونه ګرځي او زمونږ ملي یووالی او ملي حاکمیت اغېزمن نه کړي.”

د جرګې ګډون کوونکي په داسې حال کې له طالبانو سره د سولې د چوکات او حدودو د ټاکلو لپاره سره راټول شوي چې په دې وروستیو کې د افغانستان د سولې په اړه د سیمې او نړۍ په کچه هڅې تېزې شوي او ټاکل شوې چې ډېر ژر په قطر کې د طالبانو او امریکايي استازو ترمنځ د خبرو شپږم پړاو هم پیل شي.

افغان ولسمشر د سولې مشورتي جرګې ته په خپلو خبرو کې وویل چې د طالبانو جګړه مشروعیت نه لري او باید ختمه شي.

مخکې تر دې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم ویلي، تمه لري چې سږنی کال د سولې کال وي.

راپور: اجمل تورمان

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.