ژوندی جلال اباد ښار کې د الکترونیکي تذکرو پر یوه مرکز ځانمرګی برید شوی

 

د افغانستان په ختیځ ولایت ننګرهار کې چارواکي وايي چې په مرکز جلال اباد کې د الکترونیکي تذکرو پر یوه مرکز ځانمرګی برید شوی. د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست چارواکي وایي د برید سیمې د یوه ماشوم، یوې ښځې او یوه سرتېري په ګډون لس ټپیان روغتون ته وروړل شوي دي.
د افغانستان په ختیځ ولایت ننګرهار کې چارواکي وايي چې په مرکز جلال اباد ښار کې د الکترونیکي تذکرو پر یوه مرکز ځانمرګی برید شوی.

د ننګرهار د والي ویاند عطاو الله خوګیاڼی وایي، برید نن له غرمې وروسته په ۱:۳۰ دقیقو د جلال اباد ښار په درېیمه حوزه کې شوی.

مبارز اتل د ننګرهار د پولیسو ویاند ازادي راډیو ته وویل، تر برید وروسته یو شمېر وسله وال د الکترونیکي تذکرو ادارې ودانۍ ته ننوتي دي.

ښاغلي اتل وویل، امنیتي ځواکونه سیمې ته رسېدلي او له بریدګرو سره جګړه روانه ده.

هغه وویل، اوسمهال د بریدګرو د شمېر او اوښتو تلفاتو په اړه معلومات په واک کې نه لري.

خو ظاهر عادل د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست ویاند وایي، تردې مهال د برید له سیمې د یوه ماشوم، یوې او یوه دولتي سرتېري په ګډون لس ټپیان روغتون ته وروړل شوي دي.

تراوسه ددغه برید مسئولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

تازه

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.