ډېو بټلر: په افغانستان کې ټول سوله غواړي، خو طالبانو جنګ ته دوام ورکړی

دآزادی راډیو

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو چارواکي وايي، د طالبانو ډلې په مسلسله توګه سوله رد او جګړې ته یې دوام ورکړی دی.

په داسې حال کې چې په هېواد کې د سولې هیلې زیاتې شوي، په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو چارواکي وايي، طالبانو جګړې ته ادامه ورکړې او سولې ته یې نه ویلې ده.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند ډېو بټلر د شنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په ځانګړې مرکه کې وویل، متحده ایالات، افغان حکومت او د افغانستان ټول خلک له طالبانو سره سولې ته تیار دي، خو دغه ډله پر جګړې ټینګار کوي.

ده زیاته کړه:

“طالبانو د سولې ردولو ته ادامه ورکړې، د افغانستان خلکو تل ویلي چې سوله غواړي، افغان امنیتي او د فاعي ځواکونه سوله غواړي او موږ هم پر سوله ټینګار کوو، خو طالبانو جګړې ته دوام ورکړی، موږ غواړو جګړه همدا نن ختمه او نه غواړو چې افغانان نور ووژل شي.”

بټلر وویل، هره ورځ په دواړو لورو کې سلګونه افغانان وژل کېږي، خو اوس د طالبانو تلفات ډېر شوي دي.

ده وویل، اوس هم جګړه روانه ده او افغان ځواکونه او طالبان یو د بل پر وړاندې په تهاجمي حالت کې دي.
​بټلر ټینګار کوي چې که طالبان د سولې خبرې ونه مني، امریکايي ځواکونه به یې پروړاندې جنګ ته ادامه ورکړي.

د امریکا او طالبانو استازو د افغانستان د جنګ او تاوتریخوالي د ختمولو په هدف تراوسه شپږ پړاوه خبرې کړي دي.

د افغانستان د سولې عالي شورا ویلي، د دغو خبرو په راتلونکي پړاو کې هیله منده ده چې طالبان له افغان حکومت سره د رسمي خبرو پیلېدو ته اماده شي.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند وویل، داعش سربېره پر افغانستان ټولې نړۍ ته یو جدي ګواښ دی.

دی زیاتوي:

“داعش یوازې د افغانستان لپاره جدي خطر نه دی، بلکې ټولې نړۍ ته دی، باید ټوله نړۍ اندېښمنه وي، موږ به د داعش پرواندې جنګ ته ادامه ورکړو، په دې برخه کې د افغانستان د ځواکونو ملاتړ غواړو، ځکه زموږ ښه شریکان دي، دغه ترورېستي ډلې لوی ګواښ دی او ریښې یې باید وایستل شي.”

په افغانستان کې د ناټو ځواکونو ستر استازي نیکولاس کې مخکې له دې د اپرېل په میاشت کې له ازادي راډیو سره په مرکه کې ویلي وو چې په افغانستان کې باید په داعش پورې تړلې ډلې جدي ونیول شي.

خو افغان چارواکو بیا بیا ویلي چې داعش په افغانستان کې ماته خوړلې ده.

په دې وروستیو کې د کونړاو ننګرهار په ولایتونو کې د د اعش او طالبانو ترمنځ جګړو زور اخیستی چې زرګونه کسان یې له خپلو کورونو بېځایه کړي هم دي.

راپور: خان محمد سیند

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.