ډاکټر عبدالله: د افغانستان د سولې او ثبات لپاره د پاکستان رول مهم دى

 

 

واشنګټن (پژواک، ٢٤ لړم ٩٦): د حکومت اجرائیه مشر ډاکتر عبدالله وايي چې سولې او ثبات ته د رسېدو لپاره د پاکستان نقش حياتي ارزښت لري.

نوموړي دا څرګندونې امريکا ته د خپل سفر په څنډه کې د واشنګټن پسټ ورځپاڼې په دفتر کې د ورځپاڼې له چارواکو سره په خبرو کې وکړې.

په دې ناست کې د يادې ورځپاڼې مشرتابه پلاوى او ارشد مديران حاضر وو چې د افغانستان او سيمې د موضوعاتو په اړه يې پوښتنې وکړې او ډاکتر عبدالله مفصل ځوابونه ورکړل.

په دې ليدنه کې واشنګټن ته د افغان پلاوي د سفر، د امريکا متحده ايالاتو د نوې کړنلارې، له طالبانو سره د سولې خبرو، د افغانستان او پاکستان اړيکې، د هېواد امنيتي- پوځي وضعيت، ټاکنو تر سره کېدو، د حکومت د اصلاحي پروګرامونو، له فساد سره مبارزې او دواړو هېوادونو تر منځ پر ګډو همکاريو په اړه پوښتنې مطرح شوې.

عبدالله د افغانستان پوځي، اقتصادي او ټولنيز وضعيت او د کابل- واشنګټن اړيکو ته د يوه روښانه نظر کولو، له افغان حکومت، خلکو او له ترهګرۍ سره د مبارزې برخو کې د مرستې له امله له امريکا مننه وکړه.

عبدالله همدارنګه په خپلو خبرو کې د سولې او ثبات ته پر رسېدو ټينګار وکړ او له ترهګرو ډلو سره يې د پاکستان د اړيکو پرې کېدل، سولې ته د رسېدو لپاره مهمه او حياتي وبلله.

نوموړي د ملي يووالي حکومت له لوري په راتلونکي کال کې د ملي شورا د ټاکنو له ترسره کېدو ډاډ ورکړ او په دې برخه کې يې د ملي يووالي حکومت پر لاسته راوړنو خبرې وکړې.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.